مهم او لنډ خبرونه له انځور سره
په لیبیا کې له بشري حقونو سرغړونه
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل اروپایې اتحادیه هم په لیبیا کې د مهاجرو په هکله له ترسره کیدونکو بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله مسئوله بللې. د بشري حقونو د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې د اروپایې هیوادونو هدف دا دی چې د امکان تر حده د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د ډیرو انسانانو د راتګ مخه ونيسي. تر۲۰ زرو پورې کسان د لیبیا په توقیفخانو کې بندیان دي.
شټاین مایر په ګانا کې د مرګ خطر لرونکي مهاجرت څخه خبرداری ورکړ
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر ګانا ته د خپل سفر پر مهال له لویدیځو افریقایې هیوادونو څخه د آلمان او اروپا پر لور د مرګ خطر لرونکي مهاجرت څخه خبردرای وکړ. شټاین مایر د ډیلي ګرافیک ورځپاڼې ته وویل آلمان په تیرو کلونو کې په سونو زره مهاجر منلي دي. خو سړی باید د هغو مهاجرو چې د سیاسي تعقیب او جګړې له امله مهاجر کیږي او د هغو کسانو تر منځ چې د بهتره ژوند په لټه کې وي ښکاره توپير وکړي.
په فرانسه کې د اقلیم ساتنې په اړه سرمشریزه
په فرانسه کې د "One Planet Summit" یا د یوې سیارې سرمشریزې تر عنوان لاندې یو ورځنې کنفرانس پيل شو. فرانسه، ملګري ملتونه او نړیوال بانک د دې کنفرانس کوربانه دي. د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون غواړي له دې سرمشریزې سره د امریکا ولسمشر دونالد ترمت ته چې غواړي د پاريس له اقليم ساتنې تړون څخه ځان وباسي یو سګنال ورکړي. د دې کار له پاره ماکرون تر ټولو په لومړي قدم کې پر شخصي بنسټونو تکیه کوي.
په برلين کې د اسرائیل بیرغ تر سوځول کیدو وروسته غوسه
د آلمان حکومت په برلين کې د فلسطينیانو په ملاتړ د ترسره شوو مظاهرو پر مهال د اسرائیلو د بیرغ د سوځولو عمل غندلی دی. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل وویل چې د آلمان حکومت په هر شکل کې د یهودو سره د دښمنۍ او له بهرنیانو سره د کرکې خلاف دی. همدارنګه د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابريل واضحه کړه چې دا ډول واقعات د زغم وړ نه دي.
د نیویارک تر برید وروسته ترمپ د مهاجرت د قوانینو سختولو غوښتنه وکړه
په نیویارک کې د تیرې ورځې تر ترهګریز برید وروسته د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت په سیاست کې د لا زیاتې سختۍ راوستلو غوښتنه کړې. د هغه په خبره د مهاجرت کمزوری سیستم اصلاحاتو ته اړتیا لري. ترامپ وویل«ډیر زیات خطرناک او په کافي اندازه نه ارزول شوي انسانان زموږ هیواد ته د راتلو امکانات ترلاسه کوي». هغه د کورنۍ د الحالق یا یوځای کیدو د قانون د لغو کولو غوښتنه هم وکړه.
پر ترمپ د جنسي زورونې نوي تورونه
دری ښځو د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر د جنسي زورونې تورونه لګولي دي، دغو ښځو په واشنګټن کې له کانګرس څخه د تحقیقاتو غوښتنه کړې. دغو دری واړه ښځو د یوه امریکایې تلویزوني چینل ته وویل: په دې وجه د ولسمشر لپاره هم باید هغه معیارونه صدق وکړي چې د هالیوود د پخواني گوښه کړای شوي ستوري «هاروی واینستاین» او نور هغو نارینه و چې د ښځو د جنسی ځورولو له امله تورن شوی دي، صدق کوی.