م.م: طالبان دي د سړک د غاړي ماينونو ښخول بند کړي
۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبهملگرو ملتونو د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۰) په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي:«که څه هم چي د طالبانو مشر ملاعمر، په ۱۹۹۸ کال کي د انسان ضد ماينونو کارول منع اعلان کړل... بيا هم د افغان حکومت وسله وال مخالفين له هغو څخه کار اخلي.»
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر په خپله وينا کي د طالبانو له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده، چي د دغه ډول وسلو پر منع کولو باندي ټينگار وکړي.
په دې وينا پاڼه کي ويل سوي دي، چي چاودېدونکي وسلې او د سړک د غاړي ماينونه«د ملکي وگړو د سر د تاوان» سبب گرځي.
د ملگرو ملتونو دغه غوښتنه يوه ورځ وروسته تر هغه کيږي، چي د افغانستان په شمال کي د سړک د غاړي ماين په يوه چاودنه کي د ښځو او کوچنيانو په گډون ۱۵ تنه ملکي وگړي ووژل سول.
په دغه پېښه کي چي د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کي رامنځته سوې ده، يو شمېر سرچينو ئې د قربانیانو شمېر ۱۹ تنه ښوولی دئ.
وسله والو طالبانو په دغه پيښه کي لاس لرل رد کړي دي، او ويلي ئې دي، چي په دغه سيمه کي د دوی جنگيالي نه سته.
خو ملگرو ملتونو بيا په خپله وينا پاڼه کي د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده او ليکلي ئې دي:«هغه وسله وال طالبان چي په دولت اباد ولسوالۍ کي فعال حضور لري... د ماينونو په ښخولو تورن دي.»
د دغه سازمان په يوه بله وينا پاڼه کي، چي تر دې دمخه خپره سوې وه راغلي دي، چي په افغانستان کي د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو مياشتو کي ۱۱۴۵ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.
په دغه وينا پاڼه کي د ۸۰ سلنه وژل سوو ملکي کسانو پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو اچول سوې ده. د دې قربانيانو تر نيمايي ډيره برخه د سړک د غاړي ماينونه ښول سوي دي.
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي تير کال د افغانستان په جنگ کي ۳۰۲۱ ملکي وگړي وژل سوي دي. د يادولو وړ ده چي د دغه قربانيانو ۳۰ سلنه چي ښځي او ماشومان جوړوي په غالب گومان د سړک د غاړي په ماينونو کي وژل سوي دي.
فرانس پرس/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض