1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: طالبان د دوحې خبرو ته نه راغواړو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

د ملګرو ملتونو وياند ستېفان دوجاريک د جمعې په ورځ وويل چې »سرمنشي بالفعل چارواکو ته بلنه نه ده لېږلې.« تېره اوونۍ ملګرو ملتونو ټينګار وکړ چې دغه غونډه د طالبانو د ادارې پر ممکنې رسميت پېژندنې نه څرخي.

https://p.dw.com/p/4Qhmy
د ملګرو ملتونو سرمنشي
د ملګرو ملتونو سرمنشيانځور: Fatih Aktas/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو وياند ستېفان دوجاريک د جمعې په ورځ وويل چې »سرمنشي بالفعل چارواکو ته بلنه نه ده لېږلې.« تېره اوونۍ ملګرو ملتونو ټينګار وکړ چې دغه غونډه د طالبانو د ادارې پر ممکنې رسميت پېژندنې نه څرخي.  د ملګرو ملتونو د مرستيالې دې څرګندونو اندېښنې او حيرانتيا راوټوکوله.  
 د دوحې ناسته، د طالبانو رسمیت پېژندل دې اجنډا کې نه شاملیږي
د دوشنبې يا ګل او سه شنبې يا نهې په ورځو تر سره کېدونکې د قطر غونډې هدف اصلا »د ګډو موخو په سر د نړیوالو هلو ځلو په اړه ده، څو د افغانستان راتلونکې له پاره يوه تګلاره« بېرته راژوندۍ کړل شي. د ګوترش مرستيالې امينې محمد تېره اوونۍ ويلي وو چې د دوحې غونډه »کولی شي داسې کوچني ګامونه وسنجوي څو بېرته د رسميت پېژندنې لوری غوره کړو.»

 ګوتېرش: د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل ټول افغانستان ته زیان رسوي

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول ، د امريکا متحده آيالاتو په مشرۍ امریکایي ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته له دې هیواده ووتل. په ورته وخت کې د  دسمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي لرونکې عمومي اسمبلۍ د افغان طالبانو د رسميت پېژندلو پرېکړه وځنډوله.  

د پنجشنبې يا زيارت په ورځ اوس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه خوله د طالبانو د ادارې له خوا پر ښځو له ملګرو ملتونو سره د کار بنديز وغنده او د طالبانو پر مشرانو يې غږ وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو له ځپلو څخه دې »ژر بېرته« لاس واخلي. طالب چارواکو په غبرګون کې ويلي چې د مېرمنو د کار خبره يوه »داخلي موضوع« ده.