ملګري ملتونه: میانمار ۷ نور محصلین پر اعدام محکوم کړي
۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبهد ملګرو ملتونو سازمان، میانمار تورن کړی چې د اعدام له سزا څخه د خپلو «مخالفانو د ځپلو د یوې وسيلې» په توګه استفاده کوي. د فرانسې خبري آژانس ليکي، دغه آژانس هڅه وکړه تر څو د نوو اعدامونو حکم د تصدیق په خاطر د میانمار د پوځي حکومت نظر واخلي خو د حکومت ویاند د دوی ټيلفون ته ځواب نه دی ورکړی.
د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې د میرمن آنګ سان سوچي پر ملکي حکومت پوځي کودتا وشوه او دې سره يې په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ لنډه دوره پای ته ورسوله. له هغه وخت راهیسې د آسیا په جنوب شرق کې پروت دغه هیواد په هرج و مرج کې واقع دی.
آنګ سان سو چي په ۳ کاله حبس محکومه شوه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر، فولکر تورک، په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې لږ تر لږه د پوهنتون ۷ نارينه محصلين د چهارشنبې په ورځ په یوه پوځي محکمه کې د تړلو دروازو تر شا پر اعدام محکوم شوي دي.
تورک زیاته کړې «د اعدام له سزا څخه د مخالفانو د ځپلو په موخه د يو سیاسي ابزار په توګه استفاده، د آسیايي او نړیوالې ټولنې د هغو هڅو پر وړاندې د میانمار د پوځ کرکه ثابتوي، کوم چې غواړي په میانمار کې تاوتریخوالی د تل له پاره پای ته ورسیږي او دغه هیواد يې له بشري بحران څخه کوم چې د پوځ له خوا ایجاد شوی، ایستلی وي.»
د میانمار پخوانۍ ولسمشره په ۴ کاله حبس محکومه شوه
ځايي رسنیو ويلي دي چې په يانګون کې د مستقر پوهنتون اړوند محصلين په اپریل مياشت کې پر یوه بانک باندې ډزو کې د ښکيلتيا په تور، نيول شوي ول.
د میانمار د مشهور پوهنتون، داګون، د محصلانو اتحاديې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «محصلينو ته د اعدام سزا ورکول د پوځ یو غچ اخیستونکی عمل دی.»
ملګري ملتونو همدارنګه د څلورو نورو ځوانو فعالينو په اړه هم تحقیقات کوي چې رپوټونه وايي د پنجشنبې په ورځ پر اعدام محکوم شوي دي. تورک ويلي دي چې د میانمار پوځ خپلو مخفي محکمو ته د محکمو د اساسي اصولو خلاف ادامه ورکوي.
په میانمار کي له مظاهره کوونکو سره د پوليسو سخت چلن
په میانمار کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او تويټر ډیرو کارونکو د اعدام له سزا سره مخالفت ښودلی او د «زموږ پر محصلینو د اعدام سزاوې بندې کړئ» په څیر هیشتکونه يې په لاره اچولي دي.
په میانمار کې د اعدام وروستي حکمونه په جولای میاشت کې د څلورو بندیانو تر اعدامیدو وروسته اعلانيږي. په يادو څلورو اعدامیانو کې د پخواني پارلمان يو غړی زائر تاو او د دیموکراسۍ فعال کیاو مین یو چې تر ډيره په جيمي پيژندل کېده، هم شامل ول.
AFP)/mks/mns)
د روهنګیايي مهاجرو پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: