ملګري ملتونه: دچاپيریال ساتنې په برخه کې هدفونه نه دي تر لاسه شوي
۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبهاعلان
د ملګروملتونو د چاپيريال ساتنې د کنفرانس ريو۲۰، تر پرانیستلو دوې اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په توله نړۍ کې د چاپير او اقليم ساتنې سياست يو ناکامه سياست بللی دﺉ.
د دوی په رپوټ کښي ویل شوي دي چي د چاپير يال ساتنې په برخه کښي په تيرو پنځو کلونو کښي له ۹۰ مهمو هدفونو څخه په يو پر دريمه برخه کښي هيڅ پرمختګ نه دﺉ راغلی.