۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبهپه داسې حال کې چې له پاکستانه د هغو افغانانو د اخراج لړۍ روانه ده چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو ان اچ سي ار له پاکستانه غوښتي چې د ژمي په دې سړه هوا کې دې د افغان کډوالو اخراج ودروي. د شمیرو له مخې، افغانستان ته په دې وروستیو کې تر ۴۰۰ زره ډیر افغان کډوال یوازې له پاکستانه ستانه شوي دي چې له کبله یې هلته د سرپناه په شمول له سختو ستونزو سره مخامخ دي.