1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالې يوسفزۍ له عصر ملک سره واده وکړ

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

د نوبل جایزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ د سه شنبې په ورځ له پاکستاني وګړي عصر ملک سره واده وکړ. د ايجاب او قبول مراسم په برمنګهم ښار کې د يوه کوچني محفل په ترڅ کې ترسره شول. ملالي د تويتر له لاري د خپل واده اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/42o7q
Malala Yousafzai | Tokyo, Japan
انځور: Rodrigo Reyes Marin/ZUMA/imago images

 کلنې ملالي يوسفزۍ چې د نوبل جایزې تر ټولو کم عمره ترلاسه کوونکې ده، د خپل واده د خبر خپرولو پر وخت ليکلي: «نن زما د ژوند تر ټولو مهمه ورځ ده. عصر او زه د ژوند ملګري شولو. موږ په برمنګهم کې د خپلو کورنيو په حضور کې په کور کې د يوه کوچني محفل په ترڅ کې نکاح وکړه.»

نوموړې زياته کړې: «موږ ته دوعا وکړئ. موږ په دې سفر کې يوځای پرمخ تللو ته ليوال يوو.»

د ملالي يوسفزۍ تر دې تويت وروسته هغې ته د مبارکي ويلو لړۍ پېل شوه او پر تويتر يو شمیر کسانو هغې ته مبارکي وويله.

عصر ملک څوک دی؟

ملاله يوسفزۍ کرېکټ ډېر خوښوي. په خپلو يو شمیر مرکو کې هغې تل دا خبره کړې ده. له عصر ملک سره د هغې د دوستۍ يو علت کرېکټ دی.

عصر د پاکستان کرېکټ بورډ «د هايي پرفارمنس سنتر» مشر دی. تر دې دمخه نوموړی د پاکستان سوپر ليګ د يوې لوبډلې ملتان سلطانز عملياتي مدير وو او نورې ورته دندې هم ترسره کړي دي.

هغه په ۲۰۱۲م کال کې د لاهور لمز پوهنتون څخه په اقتصاد او سياست کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړي دي.

عصر ملک هم پخپل انستاګرام کې له ملالي يوسفزۍ سره د نکاح انځورونه شريک کړي دي. تر دې د مخه د ۲۰۱۹م کال د کرېکټ د نړيوال جام د سياليو پر وخت هم نوموړي له ملالې سره خپل يو انځور خپور کړی وو.

د ملالي لانجمنه مرکه

ملاله يوسفزۍ څو مياشتې تر مخه هغه وخت د يوې لانجې ښکار شوه کله چې له يوې بريتانوۍ مجلې سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې هغه نه پوهيږي چې که په ژوند کې مو يو څوک داخل شي نو له هغه سره واده کولو ولي اړين دي؟ ولې څوک همداسې د ژوند ملګري نه شي اوسيدلی.»

نوموړې همدا راز دا هم ويلي ول چې د پوهنتون تر دويم کاله پورې یې فکر کاوه چې هيڅکله به واده و نه کړي. د هغې په خبره هیڅکله به ماشومان نه زيږوي او يوازې کار به کوي. خو هغې زياته کړې وه چې د وخت سره د انسان فکر هم تغير کوي. نوموړي زياته کړې وه چې د ژوند د ملګري انتخاب ډېر سخت دی او سړی څرنګه مطمئن شي چې پر چا باور کولی شي او پر چا نه.

د ملالي پر دې مرکه ډېرې نیوکې شوې وې خو پلار یې ضیاء الدين يوسفزي وویل چې د ملالې خبري له چارچوپ څخه را ایستل شوي او ناسمې درک شوي دي.

د نوبل جایزې تر ټولو کم سنه ګټونکې

ملاله يوسفزۍ د ۱۹۹۷م کال د جولای په ۱۲مه نېټه په سوات کې زيږيدلې ده. په ۲۰۱۲م کال کې د طالبانو له خوا په بريد کې تر ټپي کيدو وروسته هغه په ټوله نړۍ کې د نجونو د زده کړو د سمبول په توګه مشهوره شوه.

ملاله بيا وروسته د درملنې له پاره بريتانيا ته انتقال شوه او له خپلې کورنۍ سره هلته ميشته شوه. نوموړې څه موده مخکې په آکسفورد پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې سر ته ورسولې.

نوموړې په ۲۰۱۴م کال کې کله چې هغه يوازې ۱۷ کلنه وه، په هند کې د ماشومانو د حقونو له پاره په فعاليت بوخت کیلاش شتيارتهي سره په ګډه د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

ملالي يوسفزۍ تر خپل مشهور کتاب «زه ملاله يم» وروسته دوه نور کتابونه هم ليکلي دي. هغې پر خپل ژوند جوړ شوي يوه مستند فلم کې هم کار کړی دی. ملګرو ملتونو هغه د «د سولې د پېغام رسونکي» په نوم جایزې له پاره هم نومولې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, afp,ap)

زموږ له آشيف څخه: