مسکو له اوکراین سره پر پوله ملېشه مسلح کوي
۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبهله اوکراین سره پر سرحد د روسیې د کرسک او بلګورود ښارونو واليانو د "خلکو ملېشو" د مسلح کولو اعلان کړی دی.
د کرسک والي رومان استاروایت په ټیلیګرامي چینل کې اعلان وکړ چې دا اقدام ځکه کیږي چې سیمي ېې له میاشتو راهیسې نږدې هره ورځ د اوکراین له خوا تر ترهګریزو بریدونو لاندي راځي.
استاروایت روښانه کړه چې د خلکو د دوطلبو وسله والو ملېشو په اړه تر څو میاشتني کار وروسته اوس یو میکانیزم جوړ او کمپونو ته د وسلو لومړنۍ کښتۍ رسیدلې ده.
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې، د بلګورود والي ویاچسلاو ګلاډ کوف په شخصي توګه د رسمي مراسمو په ترڅ کې ملېشو ته وسلې و ویشلې.
«بې پيلوټه اوکرایني الوتکو په مسکو کې اهداف په نښه کړي دي»
په هغو انځورنو کې چې خپاره شوې لیدل کېږي چې لومړی د جنګیالیو نومونه یادیږې او وروسته بیا د هر یوه په لاس ماشیندار ورکول کیږي.
په یاده سیمه کې د خلکو رضاکاره ملېشه پر اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته په لومړیو اونیو کې رامنځ ته شوې وه.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: «د اوکراین له خاورې څخه د ناوړه نیتونو له امله ملیشو ته وسلې ورکول قانوني او ضروري کار دی.»
د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې پر سیمو له میاشتو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کېږي. مسکو د اوکراین حکومت په دغو بریدونو تورنوي.
زیلنسکي د بندرونو د ساتنې له پاره د مرستې غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي یو ځل بیا د خپل هیواد پر متحدینو غږ وکړ چې د روسیې له خوا د بندرونو پر زیربناو، ذخیرو اوتاسیساتو د بریدونو له امله دې د هوايي دفاع ملاتړ وکړي.
زیلنسکي پخپله ورځنۍ ماښامنۍ وینا کې وویل: «موږ له خپلو متحدینو سره په ګډه د هوايي دفاع سیسټمونو چمتو کولو له پاره خپلې هڅې کوو دا ځکه چې هر برید یوه ستونزه ده، نه یواځې د اوکراین له پاره، بلکې د ټولو هغو له پاره چې روسیه یې د بې ثباته کولو هڅه کوي.»