مسکو د افغانستان په تړاو غونډه کې متقي ته هم بلنه ورکړې
۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبهاعلان
د باختر خبري آژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شنبې د ورځې (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۵نېټه) په دغې ناسته کې وویل چې «مسکو فارمټ» غونډه په سیمه کې د همغږۍ لپاره ښه رول لوبوي.
د باختر آژانس د رپوټ له مخې په دغې ناسته کې «د روسیې سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د مسکو د ناستې په اړه معلومات ورکړل اودغه راز په دغې ناسته کې یې د ګډون بلنه ورکړه.»
مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه
تیر ۲۰۲۲ کال دغه غونډه د اکتوبر په میاشت کې ترسره شوه چې طالبان ورته نه و بلل شوي .دغه غونډه هر کال د افغانستان په اړه جوړیږي چې د افغانستان ګاونډي او د سیمې یو شمیر هیوادونه پکې ګډون کوي.