ماکرون په فرانسه کې د پراخو محدوديتونو د لغوه کولو خبر ورکړ
۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبهد فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د جون پر۱۵مه، په يوه تلويزيوني پيغام کې اعلان وکړ چې په پاريس ښار کې به رستورانټونه، کافيانې او بارونه بيرته د خلکو پر مخ پرانیستل شي.
تر اوسه پورې په پلازمينه کې يوازې د رستورانټونو او کافيانو مخ ته سر خلاصي ميدانونه د خلکو د استفادې له پاره موجود ول.
سربیره پر دې زياته شوې چې د (ليسو پرته) د فرانسې ټول ښوونځي به د جون میاشتې له ۲۲مې بيرته خپل عادي کار پيل کړي.
په فرانسه کې د کرونا ويروس د خپريدو په دور کې دا د فرانسې د ولسمشر څلورمه تلويزيوني وينا وه. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د ډیر عمر درلودونکو کسانو د کورنو دروازې به هم د دوی د لیدونکو [خپلوانو] پر مخ خلاصې شي.
امانوئل ماکرون په خپلو خبرو کې وضاحت ورکړ چې په فرانسه کې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو بيرته فعالیدل، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس د خپريدو پر وړاندې د مبارزې د لومړنۍ مرحلې د پاي په معنی ده.
هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې په فرانسه کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه لا پای ته نه ده رسيدلې او پر دغې ناروغۍ د اخته کيدو د مخنیوي له پاره د ټاکل شوو معیارونو رعایت کول لا هم ادامه لري.
په فرانسه کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه ټولنيز محدوديتونه، د مارچ مياشتې په نیمايي کې په نظر کې ونيول شول. په فرانسه کې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمیر ۲۹ زره ښودل شوی دی. په دې حساب، فرانسه تر ايټاليا او هسپانيا وروسته، د اروپا په سطحه د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير قربانیان لري.
توکمپالنې ته اشاره
امانوئل ماکرون د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د توکمپالنې موضوع ته هم اشاره وکړه. د فرانسې ولسمشر وويل چې د دغه هیواد حکومت له توکمپالنې سره په تړاو هر ډول تمايلاتو او همدارنګه به د تبعيض او يهودي ضد افکارو پر وړاندې مبارزه کوي.
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې هغه د فرانسې له ميدانونو څخه د دغه هیواد استعماري دور پورې د اړوند مجسمو له ټولو سره مخالف دی.
د هغه په باور د فرانسي د یادې دورې د تاريخي شخصيتونو مجسمې که هغه په فرانسې يا د نړۍ په نورو هیوادونو کې وي، د فرانسې د تاريخ د يوې برخې په توګه شمیرل کيږي.
ماکرون په عين حال کې ټينګار وکړ چې حکومت د فرانسې له تاريخ څخه دغو افرادو د نومونو له حذفولو سره مخالف دی.
په امريکا کې د تورپوستي جورج فلويد تر وژل کيدو وروسته په نړۍ کې د توکمپالنې ضد پراخ اعتراضونه پيل شوي دي. د بيلګې په توګه يو شمیر خلکو په بريتانيا کې د دا ډول مجسمو او د يادښت ودانيو د ټولولو غوښتونکي شوي دي.
پاريس هم د تيرې اوونۍ په وروستيو ورځو کې د توکمپالنې ضد مظاهرو شاهد وو. د فرانسې پولیسو د شنبې او يکشنبې ورځو په لاریونو کې د زرونو اعتراض کوونکو د ګډون څخه خبر ورکړی دی.
دويچه ويله ف/ م.ک.ص/ن.ز
دلته په پاریس کې د افغانانو د مظاهرو يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: