م م ليبيا څخه د مهاجرو د لمړنۍ ډلې ليږد پيل کړ
۱۳۹۶ آبان ۲۱, یکشنبهد مهاجرت نړيوالې ادارې (UNHCR) يوه سيميز استاځي وينسينت کوچيتيل د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د مهاجرو يوه ۲۵ کسيزه ډله يې د شنبې په ورځ له ليبيا څخه نيجر ته ليږدولې ده.
د رپوټ په حواله، دغه مهاجر د ايتوپيا، اريتريا او سوډان هيوادونو اتباع چې هغو کې ۱۵ تنه يې ښځې او ۴ يې ماشومان دي. دغه ټول افراد به د نيجر هيواد په پلازمينه نيامي ښار په يوه ميلمستون کې ځای پرځای شي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې دغه ځانګړې استاځي له نورو هيوادونو څخه هم وغوښتل چې د ژغورل شويو مهاجرو له پاره دې د امن کورونه جوړ کړي.
کوچیتیل په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د مهاجرو دغه لیږد یوازې د مهاجرو او بيځايه شويو د مدیریت هغو هڅو يوه برخه کیداي شي چې غواړي په دې توګه د مهاجرینو مغلق تګ راتګ او د مدیترانې سمندرګي او د سهارا پر دښتو د سختو سفرونو پر وخت چې له امله يې خپل ژوند په خطر کې اچوي، د حل يوه لار پیدا کړي.
په زرونو مهاجرو له ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لار اروپا ته خپل ځانونه رسولي دي. په ليبيا کې بې ثباته وضعيت مهاجر له سختو وضعيت په ځانګړې توګه د انسانانو د ترافيک له ستونزې سره مخ کړي دي.