1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ له افغانستان سره بشري مرستي له بشري حقونو سره پيوندوي

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

لوېديځو دیپلوماتانو د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره بشري مرستې په دغه هیواد کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګونو سره تړلي وبللې. هغوی دغه خبره په اوسلو کې له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/465Gp
Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس په حواله، طالبانو د سه شنبې په ورځ اوسلو ته د خپل رسمي سفر په وروستۍ ورځ له ګڼو غربي ديپلوماتانو سره د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې درلودې. دا د تیر کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته د طالبانو او لوېديځوالو تر منځ لومړنۍ غونډه ده چې په لوېديځه اروپا کې ترسره کيږي.

طالبان د رسمیت پيژندلو او افغانستان سره د بشري مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. د طالبانو تر واکمنیدو وروسته پر افغانستان باندې د بهرنیو مرستو ناڅاپي دريدل په دغه هیواد کې د ناوړه بشري وضعیت د رامنځ ته کیدو سبب ګرځيدلي دي. اوس په میلیونونو افغانان له سختو ستونزو لکه بې کارۍ، فقر او نورو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان څو لسیزو جګړو، وچکالیو او کورنیو مهاجرتونو هم سخت ځپلی دی.

یاد آژانس زیاتوي چې لوېديځو ديپلوماتانو د اوسلو په خبرو اترو کې له طالبانو سره خپلې غوښتنې او توقعات شريک کړي دي.

Norwegen | Premierminister Jonas Gahr Store
د ناورې صدراعظم یوناس ګار استوره د اوسلو خبرې «جدي» او «حقیقي» بللي ديانځور: Cornelius Poppe/NTB/AP/picture alliance

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسون، پر ټويټر ليکلي دي چې هغه «د نجونو او هلکانو له پاره د ابتدائيه او منځني ښوونځيو د اړتیا یادونه کړې ده چې په مارچ میاشت کې د نوي تعليمي کال له پیلیدو سره باید په ټول هیواد کې فعال وي.»

هغه دغه خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د یو ټويټ چې د اروپايي اتحاديې له خوا «له افغانستان سره د بشري مرستو د ادامې» په اړه وو، په ځواب کې کړې ده.

اوسلو ته د طالبانو پلاوی مشري د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د سرپرست وزير، امیرخان متقي، کوله. متقي په دغه سفر کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت له ارشد استازي بيرتراند لوتولارې، د بریتانیا ځانګړي استازي نایجل کیسي او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له یو شمیر غړو سره وکتل.

له بل لورې د ناورې صدراعظم یوناس ګار استوره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اوسلو خبرې «جدي» او «حقیقي» بللي دي.

هغه ویلي دي: «موږ دا واضح کړه چې موږ په مارچ مياشت کې ښوونځيو ته د نجونو بیرته راتلل غواړو. د دولسو وروسته له پاره هم. موږ غواړو چې د بشري مرستو د فعالیدو شاهدان واوسو.»

د اوسلو د روانې اوونۍ خبرې چې دغه ښار ته نژدې په یوه هوټل کې وې، طالبانو د خپل حکومت د رسمیت پیژندلو پر لور یو ستر ګام بللی دی.

Norwegen Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
طالبان چې د خپل حکومت د رسميت پيژندلو او بشري مرستو په لټه کې دي، د اوسلو غونډه يې په دې لار کې ستر ګام بللی دیانځور: Terje Bendiksby/NTB/dpa/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغو خبرو اترو په څنډه کې د دوشنبې په ورځ وويل: «د ناروې له خوا د دغه فرصت برابرول په خپله يوه لاسته راوړنه ده، ځکه موږ پکې وضعیت له نړۍ سره شريک کړ.»

متقي زیاته کړه: «موږ باور لرو چې له همدغې غونډې څخه به د افغانستان له پاره په بشري، روغتیا او معارف برخو کې ملاتړ تر لاسه کوو.»

خو ناروي تر څنګ د دې چې طالبانو ته یې د دغو خبرو اترو فرصت برابر کړ، ټينګار کوي چې دغه خبرې اترې «د طالبانو د په رسمیت پیژندلو په معنی نه دي.»

خو ناروې وايي چې طالبانو ته يې بلنه ورکړه، دوی يې په لوړ مصرف سره په یوه چارتر الوتکه کې راوستل، په داسې حال کې چې دغه اقدام يې د افغانانو په ګډون د یو شمیر کارپوهانو او مدني ټولنې د غړو له غبرګونو سره هم مل وو. د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ هیواد په رسميت نه دی پيژندلی دی.

د ناروې صدراعظم په دې اړه وويل چې هغه پوهیږي چې ډېر لوري د ناروې له غونډې سره خوښ نه دي، خو زیاته يې کړه چې دا د «بشري ناورین د مخنيوي» له پاره لومړنی ګام وو. هغه زیاته کړه: «له افغانستان څخه د وتلو بدیل، د مرګ په خطر کې د يو ميليون ماشومانو پرييښودل هيڅ انتخاب نه دی.»

په عین حال کې د ناروې د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي هينریک تون وويل چې دا «د ېوې پرانیستې او تړلې پروسې پیل نه دی.»

نوموړي د ناروې ان ټي بي خبري آژانس ته وویل: «موږ غواړو چې ملموسې غوښتنې مطرح کړو چې بیا يې وشو کولی مخته یوسو.»

طالبان د سه شنبې په ورځ ناوخته پرته له ډېرو څرګندونو ناروې ترک کړه.

آ/م.ک.ص./ن.ز.