لومړۍ نړیواله جگړه د سینما پر پرده
لومړۍ نړیواله جگړه چي په ستري جگړې باندي هم مشهوره ده، له ۱۹۲۷م کاله تر اوسه پوري په ډيرو سینمايي فلمونه کي منعکس سوې ده.
د سترې ماتي یو اتل
«وزرونه» لومړی سینمايي صامت فلم وو چي په ۱۹۲۷م کال کي يې د اوسکار جایزه وگټله. دغه امریکايي فلم چي جوړونکی يې ویلیم ولمن وو، د دوو داسي پیلوټانو عملیات او د هغوی له غمه ډک پای ترسیموي چي په جگړه کي يې گډون کړی وو. نامتو لوبغاړي گرې کوپر د همدغه فلم له لاري، وروسته په سینما کي خپل هنري فعالیتونه پیل کړل.
ستړي او ناهیلی سرتیري
«په لويديځ کي هيڅ خبره نه سته» په ۱۹۳۰م کال کي د جگړې پر ضد يو کلاسيک اثر دی. ل ويس مايلستون دغه فلم د اريش ماريا رمارک د مشهور رومان پر اساس جوړ کړی وو. په دغه فلم کي د جگړې، انساني ضد خواص په اغيزمن ډول ښودل کيږي.
معمولی اتلان
د "ساتنمن يورک" په نامه فلم چي په ۱۹۴۱م کال کي هاوارد هاکس جوړ کړی، د يورک په نامه يوه کليوالي سړي ژوند انځوروي چي په فير کولو کي د مهارت په ښودلو سره جنگي اتل کيږي. په فلم کي د يورک نقش گري کوپر لوبوي چي له همدې کبله يي د اوسکار جايزه هم وگټله.
کمزوري افتخارونه
د "وياړونو لاري" په نامه فلم چي استنلي کوبريک په ۱۹۵۷م کال کي جوړ کړ، د سينما په تاريخ کي د جگړې پر ضد يو مهم اثر بلل کيږي. په دغه فلم کي کيرک داگلاس، د يوه فرانسوي سرتيري په نقش کي راوځي. دغه فلم تر ډيره وخته جنجالي وو، دا ځکه چي جنگ يي د انسان وژني يو ډول ښودلی وو.
د ختیځ په جبهو کي
د "عربستان لارنس" په نامه فلم د لومړۍ نړيوالي جگړې پر پيښو استوار دی. يو بريتانوی سرتيری چي د عثماني حاکمانو پر ضد د عربستان د ځواکونو پاڅون سازماندهي کوي. په دغه فلم کي پيتر اوتول د لارنس نقش لوبولي چي يو افسر او انگريزی جاسوس دی. عمر شريف هم د همدې فلم له لاري نړيوالي سينما ته راووت.
استرالیایان په لومړۍ نړیواله جگړه کی
د «گاليپولي» په نامه فلم چي په (۱۹۸۱) کي جوړ سوی، پکښي د ترکيې د جگړې په جبهو کي د آستراليايي سرتيرو کړاوونه انځور سوي دي. هغوی د دښمن په پرتله د خپل پوځ له نادانو مشرانو څخه کړاوونه گالي. ددغه فلم اصلي نقش را مل گيبسون لوبولی دی.
په جگړه کي لیکوال
بريتانوی فلم "په مينه او جنگ کي" چي په (۱۹۹۶م) کي جوړ سوی، د ايټاليا په سنگر کي، د امريکايانو په جامه کي د ځوان ارنست همينگوی گډون دی. دغه زخمي سرتيری په روغتون کي پر يوې مهرباني نرسي باندي مين کيږي. همينگوي خپلي د ځواني دغه کيسه «له وسلو سره مخه ښه» په نامه رومان کي ترسيم کړې ده.
د کرسمس د شپې پخلاینه
د "نيکمرغه کرسمس " په نامه فلم چي په ۲۰۰۵م کال کي جوړ سوی، په ۱۹۱۴م کال کي د فرانسې په شمال کي د جگړې په سنگر کي د کرسمس د اختر پای ښيي. ددغه جشن په شپه، فرانسوي، آلماني او سکاتلندي سرتيري خپلي وسلې پريږدي، له سنگرونو راوځي او مېلې کوي. سهار بيرته د دښمنانانو په توگه يو د بل په وژلو پيل کوي.
سور گواښ
"بسور بارون" د يوه آلماني فلم نوم دی چي په ۲۰۰۸م کال کي جوړ سوی دی. دغه فلم چي نيکولای مولرشون جوړ کړی، د آلماني نامتو پيلوټ مانفرد فون ريشتهوفن، د ژوند کيسه د سينما پر پرده باندي انځوروي.
د لویانو د فلم له پاره د کوچنیانو کتاب
استيون اسپيلبرگ، په ۲۰۱۱م کال کي د «جگړې آس» په نامه فلم جوړ کړ، چي د جوی په نامه آس سره د آلبرت په نامه يوه ځوان ملگرتوب ښيي. کله چي آس د پوځ له خوا رانيول کيږي نو آلبرت هم په خپله خوښه د امريکا د پوځ په ليست کي خپل نوم ليکي او اروپا ته استول کيږي.
له ۱۹۱۴م کاله تر ۱۹۱۸م کاله پوري چي اغیزمني رسنۍ نه وې او زیاتره کسان بې سواده ول، نو فلم چی په ژبه به یی ټوله پوهیدل، د خبري رسونۍ، د افکارو د لارښووني او احساساتو د راپارولو یوه مهمه سرچینه وه. په ستره جگړه کي ټولو ښکیلو غاړو، بې شمیره داستاني او مستند فلمونه تولید کړي دي.