له ګرمۍ سره د مقابلې لارې چارې
پاکستان او هند نن سبا د ګرمۍ له يوې شديدې څپې سره لاس او ګريوان دي. د ګرمو هيوادونو وګړي داسې لارې چارې پیژني چې د بدن په سړولو کې مرسته کوي. د مثال په توګه د مرچ خوړل، تيره رنګه لباس اغوستل او داسې نور.
د مرچو په خوړولو سره خوله کول
د نړۍ په هغو هيوادونو کې چې د تودښت درجه پکې ډېره لوړيږي، ډېر مرچ لرونکي خواړه کارول کيږي. دا کار يو دليل لري: مرچ له یوه اړخه د تیارو کړل شويو خوړو په ساتنه کې مرسته کوي. بل لوري ته مرچ د کاپسايسين په نامه مواد لري چې مغزو ته د بدن د تودښت درجې د لوړيدو پېغام رسوي او په دې توګه د خولې غدې فعاليږي. دا چې خوله بيا له پوست څخه تبخير کيږي نو دا څه د بدن د يخېدو باعث کيږي.
د بدن يخولو په موخه د کوپړې اوبه څښل
په دوديز چينايي طبابت کې خوراکي توکي د هغوی د ګرم او يخ تاثير له مخې ويشل شوي دي. هندوانه، بادرنګ او شين چای په يخو خوړو کې شميرل کيږي. د هند په دودیز طبابت کې د کوپړې يا ناريل اوبو تاثير چې په مرطوبو استوايي هېوادونو کې ډېر موندل کيږي، يخ ارزول کيږي. دا اوبه ډېر ويتامين، منرالونه او اليکتروليتونه لري.
ليمو هم د ګرمۍ ضد تاثير لري
ليمو لرونکي شربت چې په هند کې «نمبو پاڼي»، په منځني ختیځ کې «ليمونانا» او په ماليزيا کې «ليماو آسام بوی» بلل کیږي، د ګرمو ورځو مشهوره نوشابه ده چې پکې د ليمو بېلا بېل ډولونه اصلي توکي دي. په ځينو سيمو کې د ځانګړي خوند په موخه پکې لږ تور مرچ، تازه نعنا او يو څه شات هم ور اچول کيږي.
له بير او کافي سره بايد احتياط وشي
د «worldpopulationreview.com» په حواله بير هغه مشروب دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارول کيږي. خو دا چې الکول لري نو له بدن څخه اوبه باسي او له دې کبله توصيه کېږي چې په ګرمو شپو او ورځو کې ترې بايد ډډه وشي. عين څه پر کافي يا قهوې هم صدق کوي.
د مناسب لباس انتخاب
څومره چې د تودوخې درجه لوړيږي، په هم هغه کچه انسانان هم سپک لباس اغوستلو ته تمايل پيدا کوي. د ګرمۍ پر وخت پراخه، اوږده لستوڼي لرونکي کالي چې له طبيعي تارونو او داسې ټوکر جوړ شوي وي چې هوا ترې تيريدلی شي، ښه انتخاب دی. لکه پنبه يي او یا د کتان ټوکران.
تور رنګه کالي هم بدن له ګرمۍ ساتلی شي
په یوه څېړنه کې چې په ۱۹۸۰م کال کې په «Nature» مجله کې خپره شوې وه، په صحرا کې د تجربو په مرسته دا څيړل شوي ول چې آیا د لباس رنګ د ګرمۍ پر وخت څه رول لوبوي او که څنګه؟ د تجربو څخه ثابته شوې وه چې په رښتيا هم روښانه رنګونه رڼا ښه منعکسوي خو تور رنګه لباس بيا د بدن خپله تودوخه په شان سره جذبوي. مهمه داده چې په لباس که هغه تور او که سپين رنګه وي، تنګ يا چسپ بايد نه وي څو هوا بدن ته ورسېدلای شي.
د لمر چترۍ
پخوا به په تېره بيا آسيايي سيالانيانو اروپا ته د سفر پر وخت چترۍ له ځان سره راوړولې. اوس اروپایان خپله هم د لمر چترۍ کاروي څو ځان په تېره بيا هغه وخت له وچې ګرمۍ وساتي کله چې لمر پر خپل اوج وي. اوس د باراني چتريو داسې ماډلونه هم راوتلي چې د لمر وړانګې منعکسوي. د ګرمۍ د سختې څپې په ورځو او شپو کې سړی بايد د ورځې د ۱۲ او ۴بجو ترمنځ له باندې وتلو څخه ډډه وکړي.
لاسي پکې
په اروپا کې د برېښنا مخ پر لوړېدونکو بيو ته په کتو سره لاسي پکې له ګرمۍ سره په مقابله کې مرسته کولی شي. دغه لاسي پکي ۴۰۰۰ کاله ترمخه په مصر کې کاريدلې. دغه پکې چې ښايي سرچينه یې له جاپان او يا چين څخه اخيستي وي، اوږده موده يوازې شتمنو خلکو کارولې او د ښه مالي حيثيت سمبول ګڼل کيدلې.
د لاسونو د بندونو څټل؟
ګرمۍ ته د ماتې ورکولو يو تخنيک چې آن کانګرو او بيزوګان یې کاروي، ډېر پاک نه بريښي خو ښايي ګټه ولري. زموږ د لاسونو بندونه د نبض نقطې لري، کله چې هغه په ژبه وڅپل شي، نو د خولې لعاب لکه د خولو تاثير لري او په دې توګه د بدن پوست يخيږي. له دې څخه ثابتيږي چې په اوبو د لاسونو او همدا راز د تندي او مرې لوندول د ګرمۍ په مقابل کې ګټه لري.
ونې او ځنګلونه ډېره مرسته کوي
ځنګلونه لکه د لويو ايرکانديشنونو په څېر عمل کوي: ونې او بوټي نه يوازې ډېر اړين سيوری برابروي، بلکې پر دې سربيره د اوبو د تبخير پروسې پر وخت د خپلو ريښو له لارې اوبه جذبوي او د پاڼو له لارې یې بيرته خارجوي چې په دې توګه چاپيريال يخيږي. څېړنو ښوولې چې ونې لرونکې ساحې د هغو په پرتله چې ونې نه لري، دوه تر دريو ساتني ګراد درجې يخې وي.
زرغونې ودانۍ؟
اتريشي مهندس فريدرش هندرت واسر مناسب کار کړی دی: د هغه کور چې د ويانا يو مشهور د لیدو ځای هم دی، د هغو کسانو له پاره کيدای شي يو مثال وي چې غواړي طبيعت او مهندسي سره يوځای کړي او زرغون کورونه جوړ کړي. د اقليم بدلون ته په کتو سره دا ښايي يو اوږد مهاله حل وي څو کورونه او چاپيريال يخ وساتل شي.