1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره مرکه

مرکه کوونکې: گل غوټۍ پوپل۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو سره د مرکو په لړ کي نن له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره مرکه خپريږي. مرکه څو ورځي د مخه تر سره سوې وه.

https://p.dw.com/p/1BYxI
انځور: DW

دويچه ويله: که چيري تاسي راتلونکی ولسمشر سئ، ستاسو کار به له اوسني ولسمشر حامد کرزي سره څه توپير ولري؟

احمدزی: کرزی صاحب په بل ماحول کي ولسمشر سو او د وطن غوښتني بل ډول وې. زه بل ماحول ته راځم. اوله خبره دا ده چي اولس د اساسي قانون او د قانون د حاکميت تطبيق غواړي، زه به په دې برخه کي هري شپږ مياشتي اولس ته يو منسجم راپور ورکوم، چي قانون څرنگه پلی کوو او د قانون حاکميت څرنگه عملي کوو. دوهم ولسمشري بايد د ټولو پاليسۍ گانو مرکز سي يعني هم د اقتصادي پاليسۍ او هم اداري پاليسۍ او د دې پر اساس باندي به اساسي اصلاحات چي د اولس غوښتنه ده دا به پلي سي. په دې اساس باندي به هر وزارت خپل خاص دستورالعمل ولري او د هر چا وظايف به وټاکل سي، څو په منسجمه توگه هم اولس ته او هم پارلمان ته کابينه مسئوله وي او راپور ورکړي. په محلي ادارو کي به موږ۴۰ فيصده بودجه ولاياتو ته ورکړو او هغه پروگرامونه لکه ملي پيوستون به د کلي، ولسوالۍ ، ښاروالۍ او ولاياتو په سطحه اجراً کړو او په عين حال کي به د فساد په مقابل کي ټينگه مبارزه وکړو.

دويچه ويله: آيا له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاسليک کوئ؟ که نه تاسو هم پر هغو شرطونو باندي ټينگار کوئ چي کرزی يي کوي؟

احمدزی: زه د امنيتي تړون په مذاکراتو کي وم. دا تړون د افغانستان په گته بولم ځکه د دې تړون اساس به د افغان دولت بڼسټ وي چي د هغه د قوې پر استعمال به فيصله کوي او د دغي قوې د استعمال او شروع تصميم به د افغان دولت په لاس کي وي. هغه اهداف چي سوله ده او د ملي حاکميت ټينگوالی او زموږ يووالی دی، دا اهداف په دوامداره ډول د افغانستان د اولس اهداف دي. خو دا به پيش شرطونه نه وي. دا به په عمل کي موږ پلي کړو، څو زموږ امنيتي ځواکونه پياوړي سي او وکولای سي دا خاوره چي موږ ته سپارل سوې په امانت سره نوي نسلونو ته ورکړو.

دويچه ويله: په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره ستاسو چلند څه ډول وي؟

احمدزی: څوک چي کوچنيان او ښځي وژني، مسجدونه خرابوي، د دوی په مقابل کي بايد اولس يو سياسي اجماع ته ورسيږي چي له دوی سره څه ډول چلند وکړي. ځکه څوک چي د اسلام اساسي اصول تر پښو لاندي کوي نو دا بايد معلومه سي چا ته دا کار کوي. له بلي خوا هغه خلک چي وسله يې په سلا کي ده، شکايتونه او دردونه لري نو په دې اړه به له کلي څخه نيولې تر ولسمشرۍ پوري موږ په منسجمه توگه اقدام وکړو چي دا ستونزي رفع سي، څو موږ پايداري سولي ته ورسيږو. د پايداري سولي معني داده چي ټول افغانان به يو پياوړی دولت ومني او په هغه کي به خپل مشارکت وگوري.

دويچه ويله: د افغانستان ستره ستونزه په څه کې وينئ: امنيت؟ اداري فساد او که په بېکارۍ او فقر کې؟

احمدزی: دا درې سره يوه خبيثه حلقه ده. موږ غواړو چي يوه نجيبه حلقه جوړه کړو چي په هغه کي ثبات، امنيت، سوله، ښه حکومتداري، اقتصادي وده او د اولس مشارکت او عدالت سره تړلي اوسي. لومړي شي چي زموږ په اختيار او اراده کي دی هغه دا دی چي په حکومتداري کي هغه ډول اصلاحات راولو چي د خلکو اطمينان پيدا سي او امنيت مسلکي سي. امنيت فضل د خدای د مسلکي کيدو په حال کي دی. او زموږ ملي اردو ډيره ښه ملي روحيه لري. دا بايد پياوړې سي چي مسلکي اردو ته ورسيږو. پوليس بايد مسلکي کړو. همدارنگه د هغوی د قربانيانو بايد قدر وکړو. او په عين حال کي لوږي ته چي زموږ اساسي دښمنه ده توجه وکړو. ځکه تر هغو چي لوږه او بېکاري وي، بې امنيتي به يوه ستونزه وي.

دويچه ويله: د دې له پاره چي افغانستان له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ودريږي، په مشخص ډول ستاسي پروگرام څه دی؟

احمدزی: افغانستان ظرفيت لري او دغه ظرفيتونه بايد له مصرفي حالت څخه توليدي حالت ته وگرځي. موږ حداقل ۶ ميليارده ډالر په کال کي واردات لرو، د دې پر ځای کولاي سو چي خپل توليدات ولرو. او زموږ هدف به داوي چي افغانستان په يوه صادراتي هيواد بدل سي. نو اوله برخه زراعت دی. حداقل لس ميليونه جريبه مځکه اوبه کيدای سي. او په دې اساس يو ميليون کورنۍ ته کار پيدا کيدای سي. دوهمه برخه د افغانستان صنعتي کيدل دي او دلته به صنعتکاران او دولت پر يوه تړون ولاړ اوسي چي داخلي توليدات په اساسي ډول پر پښو ودريږي. او وکولاي سي چي اول د وارداتو ځاي ونيسي او بيا په صادراتو بدل سي. دريمه برخه په صنعتي کېدلو کي داده چي موږ د معادنو ډير لوی امکانات لرو، په دغه برخه کي پانگه اچول مخصوصاً په يوولسو معادنو کي د دې موجب کيږي چي د دولت عايدات په لاس راسي او دا درې سره يوځاي کړي. د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي به موږ پانگه واچوو او په دې کي به نوي نسل ته په سوونو زره کارځايونه پيدا سي. همدارنگه افغانستان د آسيا زړه دی او د دې امکان لري چي څلور لاري سي. نو د ترانسپورت په برخه کي هم ډېر امکانات سته چي موږ په يوه ترانزيتي مرکزي ټکي باندي بدل سو. او بله برخه خدمات دي. له روغتيا څخه نيولې تر پوهني پوري. په دې کي هم په زرونو کارونه ايجاد کيداي سي. او اخري برخه ساختماني برخه ده چي په دې کي هم ډېره د کار زمينه سته او معنی يې دا ده چي موږ په کيفيت او کميت پسي گرځو او دلته به خپلي افغاني کمپنۍ پر پښو ودروو ، څو هغه زيربنا چي ضرور ده هغه راولو. زه غواړم چي د افغانستان ځوان ظرفيت له غير مسلکي څخه فني او مسلکي ته بدل سي، څو موږ وکولای سو آبرومند ژوند ولرو.

دويچه ويله: تاسو په افغانستان کي د گاونډيو او نورو بهرنيانو د گټو له تصادم څخه د مخنيوي له پاره څه ډول بهرنی سياست تعقيبوئ؟

احمدزی: موږ د خارجي سياست په برخه کي پنځه حلقې لرو. گاونډي هيوادونه، اسلامي نړۍ، غربي نړۍ، جاپان او نړيوال پانگه وال او مرسته کوونکي بڼسټونه. د هر يوه گاونډي هيواد له پاره خاص پلان لرو. او جمع د دې داده چي موږ غواړو يو د ثبات او سولي يو منطقوي پيمان يا تړون ته ورسيږو چي د هغه پر اساس هر مملکت د بل مملکت ملي حاکميت ومني او له مداخلې څخه لاس واخلي.

له اسلامي نړۍ سره موږ هم غواړو چي د زده کړي او علماوو د ارتباط اړيکي ټينگي کړو. او له بلي خوا څخه د اسلامي هيوادو پانگي مخصوصاً د کرهڼي او مالدارۍ په برخه کي راوړو. ځکه نن دوی غواړي په دې برخه کي په نورو ملکو کي پانگه واچوي. له غربي نړۍ سره زموږ اول شی دا دی چي امنيتي مرستي تر لاسه کړو، څو زموږ ملي ځواکونه پر پښو ودريږي، او د يو څو کلونو په ترڅ کي زموږ اړيکي له امنيتي اړيکو څخه په اقتصادي او کلتوري اړيکو بدلي سي. آسيا به په راتلونکو ۲۵ کلونو کي په نړۍ کي ستر اقتصادي قدرت وي او موږ بايد دې ته آماده و اوسو او د خصوصي پانگي جذبول مخصوصاً زموږ د معادنو او زيربناوو په برخه کي د دې باعث گرځي چي موږ آبرومند کار پيدا کړو او مؤثره گټه له نړيوالو وړيا مرستو څخه واخلو، څو وکولای سو لوږه ليري کړو. نو د دې ټولو په منځ کي انډول ساتل، دقت او مديريت غواړي او په عين حال کي موږ مسلکي کدرونو ته ضرورت لرو او دا کدرونه له يوې خوا چي موجود دي هغه به جذب کړو او له بلي خوا به يې وروزو، څو د گران وطن گټي په نړۍ او منطقه کي خوندي سي.