له پوړني سره ښایسته
حلیمه عدن د موډ په برخه کی ډیره پرمختللې ده. دا د لومړنۍ ښځي په توگه په پوړني سره د نیویارک، میلان او لندن دموډونو د ښکاره کولو پر ستیژ باندي راحاضره سوې ده. خو ددغې امریکایۍ ژوند تل د موډ او فیشن او شهرت سره مل نه ؤ.
دغه ماډله په هیڅ ډول کټگورۍ کی نه سي راتلای
دغه ښځه چی سور ، سپین او شین رنگه پوړنی یعنی د امریکا متحده ایالاتو د بیرغ رنگ یې پر سر دی ، اوس د موډ په نړۍ کی د مشهوره کیدو په حال کی ده. ۱۹ کلنه حلیمه عدن یوه مسلمانه ده چی نه یوازی یې سر پټ کړی بلکی ټول بدن یې هم پټ دی. په دې ډول هغې د موډ او فیشن په برخه کی په خپل کار کی بریالۍ ده.
«ووگ» د مجلې د پوښ عکس
د دغې ماډلې عکس ، تازه د «الوری» په نامه امریکایی مجله کی راښکاره سوی دی. دا وایی چی «زه غواړم د مسلمانو ښځو په وړاندی د خلکو سوء تفاهم او غلط تصور له منځه یوسم». د جولای په میاشت کی خپرې سوې دغی مجلی پر پوښ باندی ، له عدن څخه د نوموړې ماډلې عکس له پوړنی سره خپور سوی دی. یوه میاشت مخکی هم د هغې عکس د« وگ» په نامه د موډ د مجلې پر پوښ باندی چاپ سوی ؤ.
په پوړني کی دموډ نړیوالو ستیژونو پر سر
د ۲۰۱۷ کال د پیل راهیسی عدن ، د "IMG Models" په نامه یوه مشهور آژانس سره چی په لندن، پاریس، نیویارک و میلان کی هم نمایندگۍ لري ، یو تړون لاسلیک کړ. دغه آژانس همدارنگه د هادی خویندو ، کارلی کلس او جیزل باندن په نامه ، سوپرماډلې هم د ستیژ مخی ته راوستلې دي. په نیویارک کی د موډ د اونۍ پر وخت هغې د موډ د مشهورو شرکتونو په نندارو کی گډون وکړ.
هغه کډواله چی د موډ په ستوری بدله سوه
دغه ماډله د امریکا په متحده ایالاتو کی نه ده زیږیدلې بلکه د کینیا په یوه مهاجر کمپ کی نړۍ ته راغلې ده. دا لا کوچنۍ وه چی چی له خپلی مور سره د امریکا متحده ایالاتو « مینه سوتا » ته رامهاجره سوه چی هلته اوس خپلی زده کړې هم کوي. د عدن کورنۍ له سومالیا څخه ده ، کوم هیواد چی د کلونو راهیسی پکښي خونړۍ جگړې روانی دي.
پرته له تاج خو د ماډلۍ تړون
عدن په ۲۰۱۶ کال کی په مینه سوتا کی ، په هغۍ سیالۍ کی چی د متحده ایالاتو د کال د ماډلې د انتخابولو له پاره پر لاره اچول سوې وه، گډون وکړ. هغه وخت عدن لا محصله وه او د نندارې پر وخت ، د لامبو د کالو پر ځای د «بورکیني» سره چی د مسلمانانو د لامبو پټ کالي نومیږي ، راښکاره سوه. که څه هم هغه په لومړنیو سیالیو کی ، له لست څخه ووتل ، خو وروسته د IMG آژانس ورته د یوه تړون وړاندیز وکړ.
د مسلمانو ښځو له پاره یو مثال؟
عدن غواړی نورو مسلمانو ښځو ته د یوې نمونې حیثیت پیدا کړی ، دا وایی چی « زه تر هغه څه چی خلک یې ویني ، لا زیات شیان بیانولای سم. » دا زیاتوي چی «حجاب ما له ځینو هغو څرگندونو ساتی د مثال په ډول ته ډیره ډنگره او یا هم چاغه یې.» هغه تل پر ستیژ باندی تر ښکاره کیدو وروسته ، د هغو محافظه کارو مسلمانانو او هغو کسانو له خوا چی حجاب ته د ښځو د ټکولو په سترگه گوري ، تر انتقادونو لاندی راځي.