له موم څخه جوړ شوي هندي هنري څيرې
د میډم ټساډ په نامه موزیم په ټوله نړۍ کې ډیر مشهور دی. په دې موزیم کې له موم څخه جوړي شوې مشهورې څیرې لیدل کیږي. په دې څیرو کې د هندي فلمونو مشهورې څیرې هم شته.
مهاتما ګاندي
موهانداس کرمچاند ګاندي، له بریتانيا څخه د هندوستان د خپلواکۍ د غورځنګ مشر هم په دې مومیايي شخصیتونو کې شتون لري.
سچن ټنډولکر
د هندوستان د کريکټ وتلی لوبغاړي، د ټنډولکر مومیايي شوې مجسمه هم په دې موزیم کې نندارې ته ایښول شوې ده.
امیتا بچن
د هندي سینما تر ټولو ډیر مشهور هنرمند امیتا بچن مومیايي شوې مجسمه.
مادهورې دیکشت نینې
د هندي سینما د ښځینه څیرو په کتار کې د مادهوري مومیايي شوې مجسمه هم جوړه شوې.
شاه رخ خان
په دې موزیم کې د هندوستان د فلمونو لوبغاړي شاه رخ خان مجسمه هم لیدل کیږي.
سلمان خان
د هندوستان د سینما د خانانو په ډله کې د سلمان خان مومیايي شوې مجسمه هم لیدل کیږي.
ایشوریا رای بچن
د امیتابچن ترڅنګ د هغه انګور، ایشوریا رای هم له خپل خسر سره یوځای لیدل کیږي.
هریتیک روشن
د فلمي ستورو په ډله کې پیژندل شوې څیره هریتیک روشن مجسمه هم مومايي شوی ده.
کرینا کپور
د کپور له خاندان څخه د هندي سینما مشهوره څیره کرینا کپور مجسمه هم له مومیايي موادو جوړه شوې ده.