له سمندري لارو اروپا ته د مهاجرو شمير لږ شوی
ملګرو ملتونو په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې سږکال د هغو مهاجرو شمير لږ شوی چې د مديترانې سمندرګې له لاري په کښتيو کې اروپا ته رسېدلي. دغه سازمان د تيرکال سره په مقايسه سږني ارقام خپاره کړي دي.
دوه برابره کمښت
د روان کال له پيله د اګست مياشتې تر ۲۴ مې نيټې پورې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د راغليو مهاجرو په شمير کې د تير کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره کمښت راغلی.
۲۰۱۶
د ۲۰۱۶ کال په لومړيو ۸ مياشتو کې د مديترانې سمندرګي له لارې ټولټال ۲۷۲ زره مهاجر اروپا ته رسيدلي وو.
د ليبيا ساحلونه
د اروپا پر لور تلونکي غيرقانوني مهاجر تر ډيره خپل خطرناک سفرونه د ليبيا له ساحلونو څخه پيليوي.
۲۰۱۷
د ۲۰۱۷ کال په ۸ مياشتو کې نژدې ۱۲۱ زره مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسيدلي دي.
د بالکان لارو تړل کيدل
په اروپا کې د تازه مهاجرو په شمير کې د کمښت يو لامل، د مهاجرو پرمخ د بالکان لارو تړل هم ښودل کيږي.
تر ټولو خطرناکه لار
د مديترانې سمندرګي لاره، د اروپا پر لورد مهاجرتونو يوه تر ټولو خطرناکه غيرقانوني لاره ګڼل کيږي. د مهاجرو پر مخ د بالکان لارو تر تړل کيدو او له ترکيې سره د اروپايي اتحاديې تر تړون وروسته مهاجرو دغې لارې ته مخه کړه.
مديترانه، د مهاجرو هديره
په ورستيو کلونو کې په زرونو مهاجر د دغې خطرناکې لاري په اوږدو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي. تيرکال مديترانې سمندرګي ته د «مهاجرو هديره» هم ويل شوې وه.
۲۰۱۷
د روان کال په نژدې اتو مياشتو کې۲۴۱۰ تنه مهاجر په مديترانه سمندرګي کې د کښتيو د ډوبيدو په پيښه کي وژل شوي. خو پر دغي لاري د تيرکال په همدې موده کې د قربانيانو شمير۳۲۱۶ تنه وو.
د ژغورني ډلي
په سمندر کې د ژغورني موظفي ډلې د مهاجرو خطرناکې کښتۍ ژغوري. دوي مهاجر خپلو کښتيو ته پورته کوي چې بيا يې تر ډيره د ايټاليا ټاپوګانو ته رسوي.
تر سلو زرو زيات مهاجر
د روان کال له پيله تر اوسه نژدي ۱۰۰ زره مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته رسيدلي دي.
اروپا ته د تلو په تمه
د رپوټو پر اساس په سونو زره مهاجر په ليبيا کې له مودو راهيسې په دې تمه ناست دي چې نن يا سبا به د اروپا پر لور سفرونه کوي. ډير دغه مهاجر د افريقايي هيوادونو او منځني ختيځ دي. په دې منځ کې د پاکستاني او بنګله ديشي مهاجرو د شتون څخه هم يادونې شوې ده.
يونان هسپانيا او قبرس
تر ايټاليا وروسته يونان، ايټاليا او قبرس هغه اروپايي هيوادونو دي چې په روان کال کې مهاجرو هلته ځانونه رسولي دي.
د مهاجرتونو د کمښت يو بل لامل
د ليبيا په ساحلونو کې د ساحلي ګاردونو ګومارل او د اروپايي ټولنې له خوا د دغو ساتونکو روزنې ته پام اړول هم د مهاجرو په شمير کې د کمښت لامل ګڼل کیږي.