له سردردي څخه د خلاصون له پاره اته مشورې
ډیر وخت د سردردیو علت د سر او څټ د عضلاتو کلک کیدل دي. په دغه ډول سردردیو کی انسان داسي احساس کوي چی د سر پر شاوخوا یې یو کلک اوسپنیز سیم راتاو سوی وي. په دغو انځورونو کی به د سردردۍ د کمولو له پاره اته مشورې دروښیو!
د کار په ترڅ کی تفریح او وقفه
سردردي د سر او څټ په ساحه کي د عضلاتو شخيدو له امله رامنځته کیږي. ډیر وخت د څو ساعته ناستي په نتیجه کی هم راپیدا کیږي. له دې کبله چی داسي یو حالت رامنځته نه سي، نو باید سړی په منظم ډول تفریح وکړي. دباندي تازه هوا ته ووځي او ژور تنفس وکړي. که څه هم چي هغه د پنځو دقیقو له پاره هم وي. په دې ډول عضلات نرم کیږي او سړی نوې انرژي ترلاسه کوي.
حرکت کول
په ورځني ژوند کي تر ټولو آسانه تمرینونه د سردردۍ مخه نیسي: شاته تکیه کول او سر ښي او کیڼ خواته گرځول، چي د څټ عضلات د کش حالت ولري. په آخره کي خپل سر ښي اوږې او کیڼي اوږې ته کښته کړی، پس له هغه خپلو دواړو اوږو ته په حلقوي ډول حرکت ورکړی او په دې ډول عضلات نرمیږي.
آرامتیا مرسته کوي
هغه کسان چي د سر او څټ د عضلاتو د شخيدو له امله سردردي لري، باید خپله خستگي او رواني فشار بند کړي. دا ځکه چی رواني فشار په مغز کي میتابولیزم ته تغییر ورکوي. له همدې کبله باید د آرامۍ په لټه کي سي. د مثال په ډول هره ورځ په ټاکلي وخت کي د څو دقیقو له پاره په یوه آرامه کوټه کي وغځیږئ او یوه آرامه موسیقي واورئ او یا هم په آگاهانه ډول د یو څو شیبو له پاره له هر کاره لاس واخلی.
د نعنا غوړي گټه رسوي
د سر او څټ د عضلاتو د کلک کیدو له امله د سردردۍ د راکمولو له پاره د نعنا غوړي هم گټور دي. د جرمني د کیل د ښار پوهنتون د پلټنو له مخي، د نعنا غوړي حتی کولای سي، د درد ضد دارو درملو په شان کار ورکړي. کله چي یو محلول چی لسمه برخه یې د نعنا غوړي، پر خپل تندي، شقیقو او غاړه وموږی، ډېر وخت پس له ۱۵ دقیقو مو د سر درد راکمیږي.
د اوبو قوت
تجربې ثابته کړې ده چی خپل ځان ته د ژرترژره کومک له پاره په تودو اوبو حمام کول، د عضلاتو د کلک کیدو یا شخیدو مخنیوی کوي. د دې کار له پاره باید ۱۰ تر ۲۰ دقیقو پوري ځانگړي کړئ. په اوبو کي د درمل د بوټو اضافه کول، سړي ته آرامتیا وربخښي.
د سردردۍ د له منځه وړلو له پاره مساژ کول
ماساژ هم کولای سي کلک عضلات بیرته نرم کړي. د دغه کار له پاره د گوتو سرونه او یا هم د لاس د ورغوي وروستۍ برخه پر شقیقو کښیږدی او په دایروي حرکت او لږ فشار سره د درد ځای ته مساژ ورکړئ. بیا نو د لاس ورغوی پرسر باندي داسي راوگرځوی چي بټه او میانځوۍ گوته موتر تندي پوري ورسیږي او دواړې بټي گوتي مو د سر پر شاتنۍ خوا کښیږدی. بیا نو دغو ځایونو ته حداقل پنځه دقیقې مساژ ورکړی.
د سترگو ډاکټر ته تگ
که مو سردردي د سهار یا ماښام له خوا وي، نو ښايي علت یې د سترگو ستونزه وي. پر سترگو باندي له اندازې زیات فشار، د بدن د دغه غړي التهاب، د سترگو د داخلي فشار لوړیدل او په تیره بیا د سترگو نه عیار سوی دید، د سدردرۍ احتمالي علت وي.
د سردردۍ د راکملو له پاره دارو درمل
د درد له پاره د دارو درملو خوړل ځيني وخت پر سر اغیز لري چی هغه د دوا له امله سردردي ده. کله چي له اندازې زیاته دوا وکارول سي، بیا نو د بدن عصبي سیستم د درد په وړاندي حساسیت لاپسي زیاتوي. ډېر خلک په داسي یوه حالت کي لا ډیر دارو درمل اخلي چي په نتیجه کي یې منفي اغیز لاپسي زیاتیږي. که د سردردۍ دوا څلور ورځي گټه و نه کړي، نو باید ډاکټر ته ولاړ سئ.