له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی
۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سهشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروسته له هغې چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، وویل: »دا مهمه ده چې ټول هيوادونه، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نفوذ لري، پر هغه باندې د جګړې د پای ته رسولو له پاره فشار راوړي.«
مودي، د بایډن برعکس پر اوکراین د روسیې یرغل په بشپړه توګه نه غندي. هغه په یوه مجازي ناسته کې چې د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم حضور درلود د اوکراین وضعیت "خورا د اندېښنې وړ" وباله. نوموړي د روسیې او اوکراین تر منځ د خبرو ملاتړ وکړ، هغه خبرې چې واشنګټن تل ورته د شک پر سترګه ګوري.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې که څه هم د متحده ایالاتو ولسمشر په "عامه توګه" خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه د انرژۍ د وارداتو ډیرول د "هند په ګټه نه دي" خو د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جایشینکر دا ډول غوښتنې رد کړې. نوموړي وویل: «هغه انرژي چې موږ په یوه میاشت کې له روسیې څخه اخلو ښایي د اروپا د یویې ورځې له انرژۍ سره برابره وي چې له روسیې يې اخلي.«
هند د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې له مسکو سره نږدې اړیکې لري او د وسلو له اړخه هم تکیه پر روسیې کوي.
آلمان د اوکراین د پوځي ملاتړ له ډېرېدو سره موافق دی
په ورته وخت کې واشنګټن هیله لري چې د خپل اصلي سیال، چین سره په شخړو کې هند د یوه متحد په توګه ترلاسه کړي.
له همدې امله د اوکراين په جګړه کې د هند پر دريځ د امريکا نيوکه د پیکنګ د دريځ په پرتله کمه وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټینګار وکړ چې په ټوله نړۍ کې باید "دیموکراسي" زموږ د ګډو ارزښتونو د دفاع له پاره په یوه غږ سره خبرې وکړي د هغه په وینا، هند باید د دې ننګونو پر وړاندې خپله پریکړه وکړي.