له دندې ګوښه شوې! د ترمپ د ادارې تلفات
د امریکا ولسمشر ترمپ تر بل هر چا ژر د سپنې ماڼۍ کارکوونکي یو په بل پسې له دندې ګوښه کوي. په دې انځوریز البوم کې تراوسه پورې د هغه د ادارې تلفات در پیژنو.
سټیفن بینون
بینون سپینې ماڼۍ ته د ترمپ په رسولو کې ډیر مهم رول لوبولی، خو ان د ترمپ د ستراتیژۍ مشر هم په سپینه ماڼۍ کې یو کال پوره نکړ. بینون د اقتصادي نیشنلزم او د ترمپ د «امریکا لومړي» شعار په برخه کې ډیر فعالیت کوو. بینون تیره اونۍ تر یو لړ جنجالونو وروسته له دندې ګوښه کړل شو او بیرته خپلې پخوانۍ دندې ته ګرځیدلی. تر دې مخکې هغه د برایتبارت په نامه د یوې انترنتي خبرې پاڼې مشر وو.
انتوني سکاراموچي
انتوني سکاراموچي ۵۳ کاله عمر لري او یوازې د ۱۰ ورځو له پاره د سپینې ماڼۍ د اړیکو د مسؤل په توګه یې کار وکړ. د نیویارک ښار اوسیدونکي سکاراموچي پس له ډیرې مودې خپل د خوښې دنده ترلاسه کړه، خو هغه یوازې لس ورځې تر کار کولو وروسته له دندې لیرې کړل شو.
والټر شاوب
والټر شاوب د امریکا د حکومت د اخلاقي مسائلو د حکومتي ادارې پخواني مشر د جولای په میاشت کې له خپلې دندې د ولسمشر ترمپ د جنجالي مالي سرچینو له امله استعفا ورکړه. ویل کیږي چې شاوب د ترمپ ادارې ته د «خندا د بوجۍ» کلمه کارولې وه.
راینس پریبس
د سپینې ماڼۍ د دفتر پخوانی مشر راینس پریبس یوازې تر شپږو میاشتو کار کولو وروسته له دندې ګوښه کیدو ته اړ کړل شو. ویل کیږي چې پریبس د هغو کسانو له ډلې څخه وو چېد ساکاراموچي له ګمارلو سره یې مخالفت ښوولی وو.
شان سپایسر
شان سپایسر د سپینې ماڼۍ ویاند هم له ولسمشر سره د سپینې ماڼۍ د اړیکو د چارو د مسؤل په توګه د سکاراموچي پر ټاکنې سخت جنجال کړی وو. هغه وروسته له هغه چې له رسنیو او ترمپ سره یې اړیکې خرابې شوې، له خپلې دندې استعفا ورکړه.
مایکل ډوبکه
د سپینې ماڼۍ د اړیکو له پخوانۍ مشر مایکل ډوبکه څخه د مې په میاشت کې هغه وخت د استعفا غوښتنه وشوه چې پر نوموړې باندې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنو د تورونو د نیمګړي مدیریت له کبله نیوکې وشوې.
جیمز کومي
د امریکا ولسمشر دونلد ترمب د اف بي آي پخوانی مشر جیمز کومي وروسته له هغې له دندې ګوښه کړ چې پر نوموړې باندې د هیلري کلنټن د ایمیلونو د څیړنو له امله نیوکه وشوه. انتقاد کوونکي بیا په دې باور دي چې د هغه د ګوښه کیدو تر شاه اصلي دلیل د ترمپ د کمپاین د ټیم او د روسیې د اړیکو د څیړلو موضوع وه.
مایکل فلین
د ترمپ د ملي امنیت سلاکار، مایکل فلین په فبروري میاشت کې وروسته له هغې استعفا وکړه چې پر روسیې باندې د بندیزونو له امله نوموړي د روسیې له سفیر سره خبرې کړې وې. دغه خبرې واک ته د ترمپ تر رسیدو مخکې شوي او په هکله یې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته هم نیمګړي معلومات ورکړي وو.