له جاپاني ښوونځيو څخه افغان زده کوونکو ته مرستې
يوې ډلي جاپاني او افغان رضا کارانو هڅه کړې د جاپان د زده کونکو زړې بکسې افغانو ماشوم زده کونکو ته ورسوي. تر اوسه ۲۰۰ زره بکسې ليږل شوي.
له جاپان څخه تر افغانستان پورې
په جاپان کې زده کونکي، ښوونکي او د هغوی میندي او پلرونه له ښوونځې څخه کاراخیستل شوي بکسې راټولوي، ترميموي او افغانستان ته يې د زده کونکو له پاره ليږي. دغه کار دوي له ۲۰۰۴راهيسي پيل کړی دی. په جاپان کې دغه هڅې د جاپاني عکاس اوشيبوري تاکشې له خوا په ۲۰۱۳م کال کې د افغان زده کوونکو د عکس په خپريدو سره،چې له دغه بکسو سره پکې ښودل شوې ول، په جاپان کې لا نور هم وپيژندل شول.
په افغانستان کې د جاپاني بکسو له پاره بيا ژوند
له ۲۰۰۴م کال راهيسي دغه لړۍ دوام لري او هرکال له ټول جاپان څخه د يوکوهوما او کاناګاوا ښارونو زده کوونکي او رضاکاران دغه بکسونه يا بستې راټولوي. حتي هغه بکسې چې ابتداي شپږ کلنې دورې کې ترې کار اخیستل شوې وي بيا هم دوې تري کار اخلي. په پيل کې په جابان کې دغه فعاليت د نړيوال سازمان" د کورنیو همکاريو پروګرام جوړونې" او کيماوی تولیداتو شرکت" کوراراي " له خوا پيل شو.
ټول د ښوونځي بکسې رانيولو توان نه لري
په جاپان کې په دې ورستيو کې د بکسو، لپټاپونو او په ښوونځيو کې نور کار اخیستل شوي وسایلو راټولول پيل شوي. د دغه کار له پيل څخه تر اوسه تر۲۰۰ ززه زياتي بکسې افغانستان ته ليږل شوي دي. جاپاني رضاکاران د خپل دغه کار موخه د زده کړې له لاري په افغانستان کې " د امنیت او سولې" ټينګښت بولي.
ښوونځې د لومړنۍ ورځې د پيل خوشحالی
د جاپان رضاکاران د "اومکا " په نامه له يوې غيرې دولتې موسسي سره دغه بکسې پر بې وزله زده کونکو باندې ويشي. ډير افغان ماشومان د فقر له کبله د زده کړې او روزنې له بهير څخه پاته دي، د بيلا بيلو لاملونو له کبله په اوس وخت کې ۳ اشياره پنځه ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې دوه پر دريمه برخه يې نجوني دي.
يوه بله موخه " د ښوونځي په بکسو کې د سولې دنده" د افغانو نجونو تر منځ د ښوونې او روزنې وده او ملاتړ دې. په دې وروستيو کې په المپيک کې د جاپان د اسکې اتله ساراتاکاناشي هم له دغه بهير سره يو ځای شوې ده. په دې وروستې پړاو کې هغې هم ګډون کړی او له خلکو څخه يې غوښتې دي چې د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي له پاره مرسته وکړي.
د ښوونځي بکسې
جاپانې عکاس وشيبوري تاکشي وروسته له هغه چې افغانستان څخه را وګرځيد"د سمندر په دواړو غاړو کې د ښوونځي بکسې" په نامه د خپلو عکسونو په نندارتون کې خپلو هيوادوالو ته وويل چې داسې نجوني او هلکان هم ول چې په خپل ژوند کې يې د ښوونځي بکسه نه وه لرلې.
د ښوونځې پر بکسو خندانې څيرې
اوشیبوري تاکشي، د خپلو خاطرو په اړه څرګندونې وکړې. دا چې د ښوونځي کوچنۍ نجوني پر بکسو د کارتون لګيدلې څيرو څخه خوشاله شوي او څومره د قلمونو او د ښوونځي وسايلو له درلودلو څخه يې د خوښۍ احساس کړی.
آبې رنګه پيژندل شوې بکسې
پخوا يوازې نړيوال سازمان چې په افغانستان کې په ښوونځيو کې زده کوونکو له پاره بکسه، کتاب، کتابچه او قلمونه ويشل، له ماشوم سره د مرستې صندوق يونیسف وو، چې اوس هم دغه کار په پراخه کچه کوي. د يونيسف دغه آبې رنګه بکسو څخه د خپل ښوونځې د دورې خاطرې په ياد کې پاتې وي.