له ایران څخه ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې
۱۴۰۱ مهر ۱, جمعهد یاد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، له دغو افغانانو څخه ۳۷ زره یې په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي او ۲۷ زره نور یې په جبري ډول د ایران د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته له دغه هيواد څخه ایستل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «په دغو کسانو کې یو شمېر هغه کسان وه چې له ایران څخه یې ترکیې ته د قاچاقي لارو د سفر نیت درلود او ځيني نور بیا هغه کډوال دي چې په ایران کې يې بې قانوني اسنادو ژوند کاوه.»
له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې
هغه زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت د بهرنیو بنسټونو په همکارۍ له اخراج شویو کډوالو سره مرسته کړې ده او په هغه صورت کې چې هغوی خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي، د هغوی د اوسېدلو په سيمو کې به مرستي ورسره وشي.
خو هغه افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته تر سرحد اړول شوي دي، متفاوتي ادعاوي لري. د دغو اخراج شويو مهاجرو څخه فرزان وايي چې د ژمې په را رسیدو او په افغانستان کي د ژوندانه د اسانتیاوو د نه شتون له امله دوی ته ژوند کول خورا ستونزمن کار دی.
هغه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کي کار نه شته او زه مجبوره شوم چې د ژوندانه د اقتصادي اړتیاو د پوره کیدو په موخه ایران ته ولاړم شم خو هلته ایراني پولیسو د کار پر مهال ونیولم او افغانسان ته ېې تر سرحد راواړولم. دلته هم چې راغلی یم نه مرسته راسره شوې ده او نه هم د ژوندانه شرايط راته تيار دي.»
له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع په یاد هیواد کي د میشتو افغانانو اندېښني لا زیاتي کړي دي.
له ايرانه راستانه کړل شوي کډوال څه وايي؟
طالبانو له دې وړاندي څو ځلې د ایران له حکومته غوښتي وه چې د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کي له صبر څخه کار واخلې.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي څه موده وړاندې دویچه ویله ته ویلې وه: «له ټولو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډي هېواد ایران څخه زموږ هیله دا ده چې د کډوالو د اخراج په پروسه کي صبر وکړي، ځکه دوی له ډېرو کلونو راهیسې زموږ د افغان کډوالو کوربه توب کړی نو غوره ده چې د ښه ګاونډیتوب او بشري حقونو ته مهرباني په پام کې ونیسې.»
د ایراني چارواکو په خبره په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید مجيد میراحمدي په دې وروستيو کې دولتي رسنیو ته ویلي دي چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۳ تر ۴،۵ میلیونو پورې رسیږي.