آلمان: ۱۰۰۰ کسه ترکي امامان بیرته ترکیې ته لیږل کیږي
۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ترکیه او آلمان د لارې پر یوې داسې نقشې سره سلا شوي دي چې له مخې به یې په آلمان کې میشت ۱۰۰۰ امامان په تدریجي توګه د څو کلونو په موده کې بیرته خپلو کورونو ته ولیږل شي.
له کلونو راهیسې په آلمان کې د ترکیې له لوري دغه ګومارل شوي مبلغین یوه جنجالي موضوع پاتې شوې، ځکه چې دوی چې معمولا د څلورو کلونو له پاره آلمان ته لیږل کیږي، د ترکیې د ملکي کارکوونکو په توګه د انقرې لارښوونې تعقیبوي او دا چې په آلمانۍ ټولنه کې د ژوند د واقعیتونو په اړه نیمګړي معلومات لري.
د دیانت بنسټ اړوند دغه ترکي ملا امامان تر ډیره پورې په هغو جوماتونو کې کار کوي چې د ترکیې اسلامي اتحادیې له خوا یې چارې پرمخ وړل کیږي. د آلمان د حکومت په وینا، د دوی دېر یې په اروپا کې د ترکیې اسلامي کلتوري اتحادیې (ATIB) او ملي ګوروس اړوند په جوماتونو کې تبلیغ کوي، هغه دوې ترکي ادارې چې د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې په وروستي کلني راپور کې یې یادونه هم شوې ده.
د آلمان حکومت غواړي چې په آلمان کې د امامانو روزنه وشي او له دې لړۍ ملاتړ کوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په دې تړاو وویل: «زه خوشحاله یم چې له اوږدو خبرو اترو وروسته، موږ د لومړي ځل له پاره له ترکیې سره یوه داسې توافق ته ورسیدو چې له مخې به یې له ترکیې څخه د دولتي امامانو د ګومارنې مخه ونیول شي.»
هغې ټینګار وکړ: «موږ غواړو چې امامان د مذهبونو ترمنځ په خبرو اترو کې برخه واخلي او زموږ په ټولنه کې د عقیدې په اړه بحث وکړي.»