لنډ خبرونه په متن او انځورکې
لنډ خبرونه په متن او انځورکې
د لیبيا په ختيځ کې ۳۶ جسدونه موندل شوي
د ليبيا په بنغازي ښار کې په ډزو د وژل شويو ۳۶ تنو جسدونه موندل شوي دي. د امنيتي ځواکونو يوه وياند وويل چې دا مړي د بنغازي ختيځ لوري ته په ۷۰ کيلومترۍ کې په پرته سيمه الابجار کې موندل شوي دي. ويل شوي چې وژل شوي کسان ښايي اسلامپالي وي. په دوی کې ۱۹ بهرنيان هم شامل دي. په ليبيا کې د ملگرو ملتونو نمايندگۍ د يوه کرکجن جنايت څخه خبره وکړه او د غوښتنه یې وکړه چې په دې اړه بايد ژر تر ژره پلټنې ترسره شي.
غزني: د پولیسو پر پوستې بريد ۹ امنيتي ساتونکي وژلي دي
په غزني کې د پوليسو پر يوه پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې لږ تر لږه ۹ تنه پوليس وژل شوي دي. د غزني ولايت وياند تائید کړه چې د بريد په نتيجه کې څلور تنه امنيتي ساتونکي ټپيان شوي هم دي. طالبانو د درنو وسلو سره پر دغه پوسته بريد کړی او ويجاړه کړې یې ده. د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم په ورته وخت کې بريدونه ترسره شوي.
د ناټو عمومي منشي جاپان ته سفر کړی
ناټو او جاپان غواړي چې د شمالي کوريا د بحران په ترڅ کې همکاري وکړي. د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ په ټوکيو کې د جاپان د بهرنيو چارو د وزیر تارو کونو سره د خبرو پر وخت وويل چې دواړه هيوادونه له گډو ننگونو سره مخامخ دی. ستولتنبيرگ وويل چې ناټو پر شمالي کوريا له سياسي، ديپلوماتيکي او اقتصادي فشارونو څخه ملاتړ کوي او له هغو بندیزونو هم هرکلی کوي چې په سبتمبر مياشت کې د شمالي کوريا پر ضد وضع شوي ول.
هسپانيا: د کاتالونيا پر پخواني حکومتي مشر د اقامې دعوا شوې
د هسپانیې څارنوالۍ د کاتالونيا د سيمه ایزې ادارې د پخواني مشر چارلس پوژدمون او د گوښه کړل شوي حکومت پر غړو د اقامې دعوا کړې ده. عمومي څارنوال په مادريد کې وويل چې پر دغه کسانو پر نورو سربيره د بغاوت او د عمومي بودجې په ناسمه توگه مصروفولو له کبله دعوا شوې ده. د هسپانیې مرکزي حکومت له نننۍ دوشنبې څخه حکومتي چارې په خپل لاس کې اخيستي دي. د دې دمخه د کاتالونيا سيمه ایز حکومت بې واکه کړل شوې وو.
آستانه: د سوریې اپوزیسيون د بنديانو د آزادولو غوښتنه کوي
د سوریې اپوزيسيون د بنديانو آزادول په قزاقستان کې د حکومتي هيئت سره د خبرو مهمه موضوع بللې ده. نن، دوشنبه د سوریې د اپوزيسيون د هئت مشر په آستانه کې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د بنديانو د برخليک په اړه مشورې او په اصطلاح د سوریې په امن ساحو کې له اور بند څخه سرغړونې د خبرو اترو مهمې موضوگانې بايد وي. د انترفکس د خبري آژانس د معلوماتو له مخې د ۲۵ تر ۳۰ زره پورې کسان د نښتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
سعودي عربستان ښځو ته لوبغالو ته تلو اجازه ورکړه
په سعودي عربستان کې ښځو ته د سپورتي مسابقات پر وخت لوبغالو ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده. د سعودي د سپورت د ادارې مشر وويل چې دوی په پام کې لري تر ۲۰۱۸ م کاله پورې په رياض، جده او دمام کې په لوبغالو کې داسې بدلونونه راولي چې کورنۍ پکښې په راحت سره د لوبو ننداره وکولای شي. د سبتمبر مياشې په پای کې ښځو ته د سعودي عربستان د ملي جشن په مناسبت په استثنايي ډول لوبغالو ته د داخليدو اجازه ورکړل شوې وه.