لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د ايران خارجه وزير د اتومي توافقاتو د ژغورنې له پاره د «مشخصو اقداماتو» غوښتونکی شو
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظریف له پیکنګ څخه د ليدنې پر مهال، له چين، روسيې او نورو «دوستو» هيوادونو څخه وغوښتل تر څو د ايران د اتومي توافقاتو د ژوغورنې له پاره «ځانګړي اقدامات» ترلاس لاندې ونيسي. ظريف د جمعې په ورځ په پيکنګ کې وويل چې نړيواله ټولنه او د اتومي توافقاتو لاسليک کوونکي بايد دې ته شرايط رامنځ ته کړي تر څو ايرانيان وشي کړای د دغو توافقاتو له ګټو څخه برخمن شي.
ترمپ يوازې ښه مسلکي مهاجر مني
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ خپل د مهاجرت سياست د اصلاح له پاره يوه بله هڅه پيل کړې ده. هغه په سپينې ماڼۍ کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې به يې د پخوا په پرتله دغه هيواد ته ډير شمير مسلکي مهاجرو ته د داخليدو اجازه ورکول کيږي. ترمپ ويلي دي هغو ځوانو پناه غوښتونکو ته چې د لوړو زدکړې ولري، په انګلیسي ژبه پوه او په امريکا متحده ايالاتو کې د کار وړتيا ولري، بايد لمړيتوب ورکړل شي.
د ادغام د چارو مسئوله د آلمان په ښوونځيو کې د ټيکري په سرکولو د ممانعت د ارزولو غوښتونکې شوه
د آلمان حکومت د ادغام د چارو مسئوله انيته ويدمن-ماوتس د آلمان په ښوونځيو کې د ټکري پر سرکولو د ممانعت په اړه د اروزنې غوښتونکې شوه. د مسيحي دموکرات ګوند څخه دغې سياستوالې، آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» ته وويل، دا چې کم سنه نجونې ټيګری پر سر کوي نامعقول کار دی او مسلمانان هم په همدې نظر دي.اتريش د پنجشنبې په ورځ په ابتدائي ښوونځيو کې د ټيکري په سر کول منع کړل.
روسيه د اروپا په شورا کې پاتې کيږي
داسې ښکاري چې د «اروپا شورا» څخه د روسيې د اخراج خطر نور له منځه تللی دی. د دغې شورا ۴۷ غړو هيوادونو د فنلند په پلازمينه هلسنکي کې پر يوه داسې سازش توافق ته ورسيدل چې له مخې يې د اروپا شورا پارلماني غونډو ته د روسيې بيرته راګرځيدل، د رای ورکولو په بشپړ حق سره ممکن وګرځول شي. دغې شورا پنځه کاله مخکې د روسيې په خاوره کې د کريميا ټاپو د الحاق په غبرګون کې، په شورا کې د روسيې د راي ورکولو حق سلب کړ.
ملګرو ملتونو په يمن کې هوايي بمبارۍ وغندلې
د ملګرو ملتونو سازمان په يمن کې وروستۍ بمبارۍ چې د ماشومانو په ګډون ډير کسان پکې وژل شوي دي، وغندلې. په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د جمعې په ورځ وويل چې په دغو بمباريو کې پنځه ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. ياد سازمان ويلي دغه بمبارۍ د یمن پر پلازمينه صنعا باندې چې د حوثي ياغيانو په کنترول کې دی ترسره شوي دي. د پيښې نور قربانيان د روغتيايي ادارو کارکونکي دي.