لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې مظاهرې
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو پر هغو احتجاج کونکو اوښکې بهه ونکی گاز کارولی چې د پوليسو له خوا د شپږو کسانو د وژلو پر ضد سړکونو ته راوتلي ول. په وژل شويو کې څلور ملکيان هم شامل دي. ويل شوي دي چې پرون، يکشنبه د شپې ياغيانو په شوپيان سيمه کې پر يوه پوځي پوسته بريد وکړ چې تر هغه وروسته د ډزو تبادله وشوه چې په دې ترڅ کې يو تن شکمن ياغي او د هغه درې تنه ملکي پلويان وژل شوي دي.
پاکستان: ترافيکي پيښې د ۹ تنو ژوند اخيستی
د پاکستان پوليسو ويلي دي چې راولپنډۍ ښار ته څيرمه د يوه ټانکر او مسافر وړونکي سروس موټر د ټکر په نتیحه کې ۹ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. د پوليسو يوه مشر وويل چې سروس موټر د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد څخه ناروال ته پر لاره وو او هغه زايرين یې بيرته ناروال ته رسول چې د اسلام آباد يوه زيات ته تللي ول. ويل شوي چې په مړو او زخميانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بې سرحده خبريالان: د ښځو د حقونو غوښتونکي د زورزياتي ښکار کيږي
د بې سرحده خبريالانو ټولنې په پاريس کې په وړاندې کړل شوي رپوټ کې انتقاد کړې چې د رسنيو له لارې د ښځو د حقونو له پاره کارکوونکي فعالان د زورزياتي ښکار کيږي. په دغه رپوټ کې زياته شوې ده چې تيرکال په تر شلو زياتو هيوادونو کې تر۶۰ زياتې دغه ډول پيښې ثبت شوي دي. دغه فعالانو ته د انترنت له لارې گواښونو شوي او ځيني یې حتی وژل شوي دي.
سوريه: د غوطه يو پر دريمه برخه حکومتي ځواکونو نيولې ده
د څارونکو په حواله د سوریې پوځ او متحدينو یې د ختيځې غوطې يوه پر دريمه برخه نيولې ده. د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې ويلي دي چې پر دغه جگړه ځپلې سيمه د دوو اوونيو د هوايي بريدونو په نتيجه کې تر ۷۰۰ زيات انسانان وژل شوي دي. په دې منځ کې د روسیې پوځ په حواله ياغيانو ډاډ ورکړ چې ملکيانو ته به د ښار څخه د وتلو اجازه ورکړي. د دې په بدل کې به ښار ته مرستندويه توکي يوړل شي.
ايټاليا: عوامپالو او اروپا منتقدو گوندونو پارلماني ټاکنې ګټلي دي
په ايټاليا کې اروپا منتقدو او ښي اړخه گوندونو ستر بری ترلاسه کړی. د قسمي نتايجو پر اساس عوامپاله پنځه ـ ستوري غورځنگ د کابو ۳۲ سلنه رايو په اخيستو سره د قوي گوند په توگه راڅرگند شوی دی. د پخواني لومړي وزیر سلويو برلوسکوني د ښي اړخه گوندونو ائتلاف تقريباً ۳۷ سلنه رای ترلاسه کړي دي. د ښي اړخو گوندونو له خوا د زياتو رايو اخیستو سره سره هم يو گوند او يو ائتلاف هم نوی حکومت نه شي جوړولی.
جنوبي کوريا شمالي کوريا ته ځانگړي استازي ليږدولي
د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ان شمالي کوريا ته يو شمير ځانگړي استازي استولي څو د دغه کمونيستي رژيم او امريکا متحدو ايالاتو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي. د دې هيئت مشر چونگ يونگ وويل چي د شمالي کوريا له مشرانو سره به د دواړو کورياو ترمنځ د خپل منځي خبرو د دوام په اړه هم بحثونه وشوي. دا لس کسيزه ډله به چې د استخباراتو مشر سو مون هم پکښې شامل دی، تر سه شنبې ورځي په شمالي کوريا کې پاتې شي.