لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ننگرهار: پر هوټل بريد ۳ قومي مشران وژلي
په جلال آباد کي د يوه هوټل په يوه خونه کې د بمي چاودنې په نتيجه درې قومي مشران وژل شوي دي. د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي دي چې، د سه شنبه په ورځ غرمه مهال د جلال آباد په يوه هوټل کې قومي مشران راټول شوي ول څو پر قومي مسايلو خبري وکړي چې چاودنه وشوه. په دې منځ کې په فراه ولايت کې د وسله والو له خوا د پوليسو پر پوستو د يرغل په پايله کې نهه تنه پوليس وژل شوي دي.
آلمان: افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې کيږي
د آلمان د بايرن ايالت د مهاجرو جرگه گۍ د مونشن له هوايي ډگره افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد د احتجاج غږ کړی. په پام کې ده چې نن سه شنبه ماښام د مونشن له هوايي ډگره افغانستان ته يو ډله مهاجر اخراج شي. د مهاجرو د جرگه گۍ له خوا ويل شوي چې د آلمان حکومت او د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزیر «په دې خبره کلک ولاړ دي چې په افغانستان کې خوندي ځايونه شته، چيرته چې دا مهاجر د ژوند ليد لورې درلودلای شي.»
يونيسف: په پاکستان کې تر ټولو زيات نوي زيږيدلي ماشومان مري
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې (يونيسف) په حواله په پاکستان، مرکزي افرایقا جمهوريت او افغانستان کې نوي زيږيدلي ماشومان د ژوندي پاتېدو تر ټولو کم چانس لري. د نويو زيږيدلو ماشومانو د مړيني په اړه د يونيسف تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې په پاکستان کې له هرو ۲۲ ، په مرکزي افريقا جمهوريت کې له هره ۲۴ او په افغانستان کې له هرو ۲۵ نويو زيږيدلو ماشومانو څخه يو يې په لومړۍ مياشت کې مري.
فعالان: په سوريه کې يو وار بيا په لسونو ملکيان وژل شوي
د فعالانو په حواله دمشق ته څیرمه ختيځه غوطه سيمه کې د حکومتي ځواکونو د نويو هوايي بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ۴۵ انسانان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې په حواله د دوشبنې په ورځ هم په دې سيمه کې هوايي بريدونو لږ تر لږه ۱۰۰ ملکيان ووژل. خو د څار د ټولنې دا خبرونه د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي. ختيځه غوطه له ۲۰۱۳م کال راهيسې د بيلا بيلو ياغي ډلو په ولکه کې ده.
اردوغان د سوريې د شمالي ښار د محاصره کولو اعلان کړې
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په راتلونکو څو ورځو کې د سوریې د عفرين ښار د محاصره کولو اعلان کړی. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې په حواله د ترکيې پوځونه د عفرين څخه يوازې ۱۷ کيلومتره لیري دي. عفرين ښار د کردي واحدونو له خوا کنتروليږي. ترکیه دې ولس ساتونکو مليشو ته د کردانو د منع کړل شوي کارگر گوند د يوې څانگې په سترگه گوري او پر ضد یې جگړه کوي.
ايران: د رالوېدلي الوتکې ټوټي موندل شوي
په ايران کې ژغورونکې عملې د آسمان هوايي شرکت د رالوېدلي الوتکې ټوټې موندلي دي. يوه ویاند دولتي تلویزيون ته ويلي دي چې د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو يوې څرخي الوتکې په سگروس غرونو کې د الوتکې ځينې برخې په نخښه کړي دي. د آسمان هوايي شرکت دا الوتکه چې ۶۶ انسانان پکښې سپاره ول، د يکشنبې په ورځ د تهران په ۵۰۰ کيلومترۍ کې پراته کوچني ښار ياسوج ته پر لار وه چې د دانا په غره کې راولوېده.
آلمان: په ائتلافي حکومت کې د شامليدو په اړه رای اچونه
د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند عام غړي سر له سه شنبې په دې اړه رای کاروي چې آیا گوند یې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو سره په ائتلاف کې شامل شي او که نه. د گوند کابو ټولو ۴۶۳ زره عامو غړيو ته د رای ورکولو اسناد او ائتلافي تړون استول شوی دی. دغه رای اچونه چې د پوستې له لارې ترسره کيږي، د مارچ تر دويمې نيټې به دوام وکړي. د رای اچونې نتایج به د مارچ پر څلورمه نيټه اعلان شي.