لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: وسله والو څلور نيمه عسکر وژلي
د روتيرز خبري آژانس په حواله پاکستاني طالبانو په کويټه ښار کې د مليشه يې ځواک څلور تنه غړي وژلي دي. د پولیسو يوه سيمه ایز چارواکي نصيب الله خان وويل چې پر موټر سايکل سپرو وسله والو د سرحدي ځواکونو د يوې گزمې پر مهال پر دوی ډزي کړي دي. نوموړي زياته کړې: «څلور سره په سر ويشتل شوي دي.» د تحريک طالبان پاکستان ډلې د بريد پړه منلې ده.
پاکستان د حافظ سعيد پر ضد د عملي گامونو لارښونه کړې
پاکستان د «لشکرې طیبه» د بنسټ ايښوونکي حافظ سعيد پر مرستندويه ټولنو د مرستو او بسپنو په بندولو پيل کړی دی . دا د دې ډلې د مشر حافظ سعيد پر ضد چې تير کال آزاد کړل شوی وو، لومړی گام دی. حافظ سعيد د ۲۰۰۸ م کال د بمبي د بريدونو طراح بلل کیږي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو خبرتيا خپره کړې چې چارواکو ته یې د حافظ سعيد د جماعت الدعوه ډلې او د «فلاح انسانيت» په نوم موسسې د بندولو لارښونه کړې.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستيتويت د «پولار» جایزه گټلې
د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتويت د «پولار» په نوم د موسیقۍ جایزه گټلې ده. دا جايزه چې هر کال ورکول کيږي د اروپا د موسیقۍ يوه معتبره جایزه ده چې د موزيک نوبل جایزه هم ورته ويل کيږي. د دې جایزې دويم گټونکی د امريکا متحده ايالاتو د پاپ ميوزيک د ميتاليکا ډله ده. دا جایزه چې د ۱۲۵ زرو ډالرو نغده جایزه هم له ځان سره لري، د روان کال د جون پر ۱۴ نيټه د سويډن په پلازمينه ستوکهولم کې ورکړل شي.
ايران په سوريه کې له خپل پوځي حضور څخه ملاتړ وکړ
د بهرنيو اړيکو په برخه کې ايران د مذهبي مشر مشاور علي اکبر ولايتي ويلي چې په سوريه کې د ایران پوځي حضور مشروع او د سوریې د حکومت د بلنې پر اساس دی. نوموړي پر امريکا متحده ايالاتو غږ وکړ چې د سوریې څخه دې خپل ځواکونه وباسي. ولايتي په دې سره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير ريکس تيلرسن، پر څرگندونو غبرگون ښوولی چې ويلي یې وو ايران بايد له سوريې څخه خپل پوځ وباسي.
ليبيا: ترافيکي پېښې د ۲۳ تنو ژوند اخيستی
په ليبيا کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مهاجر د يوې ترافيکې پېښې په نتيجه کې وژل شوي دي. د روغتون د معلوماتو په حواله په پېښه کې نور ۱۰۰ تنه ټپيان شوي دي. ويل شوي چې دا ترافيکي پېښه د پلازمينې طرابلس په جنوب ختیځ کې ۱۷۰کيلومتره لیرې پرتې سيمې بانی وليد ته څيرمه رامنځته شوې ده. په ټکر شوې لارۍ کې تر ۳۰۰ زيات مهاجر سپاره ول چې زياتره یې د اریتريا او صوماليا هیوادونو ول.
اسرائيل: د فساد پر تورونو سربيره هم نتنياهو استعفا ته چمتو نه دی
د اسرائيلو لومړی وزير بنيامن نتنياهو، چې د فساد د تورونو له کبله تر ډير فشار لاندې دی، له دندې څخه گوښه کيدل رد کړي دي. نوموړي په تل ابيب کې يوې غوندې ته د وينا پر مهال وويل چې ائتلافي حکومت یې «باثباته» دی او هیڅوک د «ټاکنو پلانونه» نه لري. تر دې مخکې پوليسو د نتنياهو پر ضد د فساد له کبله د حقوقي دعوې لارښونه کړې وه. ويل شوي ول چې کافي شواهد موجود دي چې پر مټ یې نتنياهو محکمې ته کش کړل شي.
د اوکسفام د مرستندويه ټولنې مشر نيول شوی
د اوکسفام نړيوالې مرستندويه ټولنې مشر خوان البيرتو نايت د گواېتمالا د پخواني ولسشمر الوارو کولوم او د پخواني حکومت له نورو غړيو سره يوځای نيول شوی دی. پر ولسمشر کولوم چې تر ۲۰۱۲ م کال پورې ولسمشر وو، د درغلۍ او اختلاس تورونه لگول شوي. نايت د نوموړي د کابينې د مالیې وزير وو. د اوکسفام مرستندويه ټولنه له څو ورځو راهيسې په هايتي او چاډ هيوادونو کې د بدلمنۍ او جنسي افتضاح له تورونو سره مخامخ ده.