لنډ خبرونه په متن او انځور کې
سيگار د افغانستان په اړه د رپوټ ورکولو منع شوی دی
په افغانستان کې د بيارغونې د څار ادارې سيگار ته د امريکا متحده ايالاتو د پوځ له خوا لاروښونه شوې چې د بيارغونې او د طالبانو سره د جگړې په اړه دې د معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي. ويل شوي چې د امريکا د سنا مجلس د ځانگړو څارونکو دغه درې مياشتنی رپوټ بايد په داسې يو وخت کې چې په افغانستان کې جگړه شديده شوې ده، په دې اړه معلومات خپاره نه کړی چې څومره سيمې د طالبانو په ولکه کې دي او څومره د حکومت.
پاکستان: د سړک د غاړې ماين ۷ تنه ملکيان وژلي
د پاکستان په کرمه ايجنسۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له کبله د څلورو ښځو په ګدون اووه تنه وژل شوي. يوه ځاي چارواکي وويل چې ټول قربانيان ملکي وگړي دي. ويل شوي چې دغه کسان افغانستان ته څيرمه په دغه سيمه کې په يوه موټر کې سپاره ول چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماين ور برابر شو. په دې وروستيو کې په کرمه ايجنسۍ کې د طالبانو او حقاني شبکې پر غړيو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم زيات شوي دي.
طالبانو د سولې په اړه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون وښود
طالبانو د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، تازه څرګندونو ته غبرګون وښود. ترمپ وویل چې په افغانستان روانو بیرحمیو ته په کتو سره اوس له طالبانو سره خبرې اترې نه ترسره کیږي. د سه شنبې په ورځ د طالبانو له خوا په انګلیسي ژبه یوه بیانیه خپره شوه چې په کې راغلي دي: «د جګړې او سولې اصلي صلاحیت د کابل د رژیم په لاس کې نه دی، بلکې د امریکایي اشغالګرو په لاس کې دی.»
د ایتلافي حکومت پر سر خبرو کې د مهاجرو پر موضوع توافق وشو
د آلمان مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونه د مهاجرو د کورنيو د راغوښتو په هلکه توافق ته سره رسيدلي دي. په لومړي سر کې به د جولايي تر ۳۱ نیټې پورې د کورنيو راغوښتل ترسره نه شي، وروسته به بيا د ځانگړو سختو قضيو د مقرراتو له مخه په مياشت کې يوازې ۱۰۰۰ تنه راغوښتل کيږي. د آزمايښتي خبرو په توافق ليک کې د ځانگړو سختو قضيو مقررات تر اوسه ثبت نه وو. په دې اړه به په پارلمان کې يوه لايحه تصويب شي.
ترکيه: د سوریې پر عملياتو د نيوکو له کبله ډاکتران نيول شوي
د انادولو خبري آژانس ویلي دي چې د ترکیې د ډاکترانو د ټولنې «ټي ټي بي» مخکښه غړي تر هغه وروسته نيول شوي دي چې په سوريه کې یې د ترکیې پر پوځي عملياتو نيوکې کړې وې. په ټوليزه توگه د ۱۱ کسانو د نيولو امر شوی وو. «ټي ټي بي» ټولنې تيره اوونۍ يوه بيانيه خپره کړې وه چې پکښې یې جنگ د عامه روغتيا د يوې ستونزې په توگه ياد کړی وو. ولسمشر اردوغان د دې په ځواب کې د دغه ټولنې غړي د «خاينانو» په توگه ښکنځلي ول.
شتاين ماير په لبنان کې د آلماني عسکرو سره ليدلي
د آلمان جمهور رییس فرانک والتر شتاين ماير، د لبنان په پلازمينه بيروت کې په «ماگدبورگ» نومې جنګي بيړۍ کې له آلماني عسکرو سره وليدل. نوموړي د ملگرو ملتونو د UNIFIL ماموريت په چوکاټ کې د کابو ۱۵۰ آلماني عسکرو د خدماتو له کبله د آلمان له پوځ څخه مننه وکړه. دغه ځواکونه د ساحلونو ساتنه کوي او د وسلو د قاچاق مخه نيسي. د لبنان د سمندري ځواکونو روزنه هم د دوی د ماموريت برخه ده.
د امريکا حکومت د مسکو پر وړاندې د بندیزونو نوی نوملړ وړاندې کړی
د امريکا متحده ايالاتو حکومت د بندیزونو يو نوی نوملړ چې د ۲۰۰ څخه زياتو روسي سوداگرو او سياستوالو نومونه پکښې شامل دي، وړاندې کړی دی. په دې نوملړ کې د ولاډيمير پوتين د حکومت د کابو ټولو لوړ پوړو چارواکو نومونه شامل دي. په دې اووه مخیز سند کې پر نورو سربيره د بهرنيو چارو د وزیر سرگې لاوروف او د لومړي وزیر ديمتري ميدويديف او همدا راز د استخباراتو د مخکښو چارواکو نومونه شامل دي.