لنډ خبرونه په متن او انځور کې
فارياب: د هاوان بريد ۵ تنه وژلي دي
په فارياب ولايت کې د هاوان بريد پنځه تنه وژلي دي. د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش ویلي چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په يوه باراز کې نن د هاوان درې گولۍ لگيدلي. ده وويل په بريد کې ۴۵ کسان ټپيان شوي هم دي. همدا راز په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويلي چې امنيتي ځواکونو په وزیر اکبر خان سيمه کې د دوشنبې په شپه ناوخته تر راکټي بريدونو وروسته درې شکمن کسان نيولي دي.
روهنگيا مهاجر بايد په دوو کلونو کې ميانمار ته ستانه شي
د بنگله ديش حکومت ويلي دي چې له ميانمار سره یې پر دې توافق شوې چې هلته ميشت روهنگيا مسلمانان بايد په دوو کلونو کې بيرته ستانه شي. خو د دې مهاجرو د بيرته ستنيدو د پیل نيټه يې په ډاگه نه کړه. په ټولیزه توگه تر۶۵۰ زرو زيات روهنگيا بايد بيرته خپل هيواد ته واستول شي. ميانمار هم د بيرته ستنو شويو له پاره د موقتي سرپناو او کورونو جوړولو ژمنه کړې ده.
په وينزويلا کې د ياغيانو ضد عملياتو پر وخت مرگ ژوبله
د وينزويلا چارواکو ويلو دي چې د ياغيانو پر ضد یې بريالي عمليات ترسره کړي دي. ويل شوي چې په کاراکاس کې د پيلوټ اوسکر پيريز او د هغه د ډلې پر ضد د عملياتو په ترڅ کې يو شمیر کسان وژل شوي دي. پيریز په جولای مياشت کې د يوې څرخي الوتکې سره پر يوه حکومتي ودانۍ بريد کړی وو. په عملياتو کې دوه پوليس هم وژل شوي دي خو د پيريز برخليک نامعلوم دی. د ولسمشر نيکولاس مادورو حکومت پاریز يو «افراطي ترهگر» بولي.
په کاليفورنيا کې مور او پلار خپل ۱۳ اولادونه بنديان کړي ول
د کاليفورنيا په يوه کور کې پوليسو دولس خويندې او وروڼه موندلي دي چې د خپل مور او پلار له خوا په زنځيرونو تړل شوي ول. د دوی سنونه د دوو او ۲۹ کالو ترمنځ دي. پوليسو ويلي چې د لاس اينجلس جنوب ختيځ لوري ته د پرتې سيمې پيريس په دغه کور کې ۱۳ کسان ول چې يوه ۱۷ نجلۍ وه په تيښته بريالې شوې وه او پوليسو ته یې خبر ورکړې وو. دغه دواړه مور او پلار نيول شوي دي او د شکنجې په تور پرې دعوا شوې ده.
آلمان: د پناغوښتونکو شمير کم شوی دی
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په حواله په آلمان کې په تير ۲۰۱۷م کال کې د پنا غوښتونکو شمير ډير کم شوی دی. ويل شوي چې تير کال کابو ۱۸۷ زره پنا غوښتونکي راجستر شوي دي. په ۲۰۱۶م کال کې بيا آلماني ادارو ته تقريباً ۲۸۰ زره د پنا غوښتنليکونه رسيدلي ول. په ۲۰۱۶م کال کې له سوریې څخه زيات مهاجر آلمان ته راغللي ول. تر دې وروسته بيا په ترتيب د عراق، افغانستان او اريتريا څخه مهاجرو دلته د پنا غوښتنه کړې وه.
فرانسه: پر يهودانو په خپل کور کې د بريدونو قضیې زياتې شوي دي
په فرانسه کې ډير شمير يهودان د دوی په کورونو او اپارتمانانو کې د زور زياتي ښکار کيږي. له يهودانو سره د دښمنۍ د مخيوي په چارو کې د حکومت ځانگړي استازي فريدرک پوتير د «دي ويلت» ورځپاڼې ته ویلي دي چي که څه هم چې د حکومت له خوا د ښو حفاظتي اقداماتو له کبله د يهودانو پر عبادت ځايونو او ښونځيو بريدونه کم شوي دي خو دې منظمو بريدونو يهودان ويرولي دي. په فرانسه کې کابو ۵۰۰ زره يهودان ژوند کوي.