لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ایران: «د مظاهرو پر وخت ۳۷۰۰ تنه نيول شوي دي»
د ايران پارلمان د يوه غړي په حواله په دغه هيواد کې د حکومت پر ضد په ترسره شويو تازه مظاهرو کې په ټوليزه توگه ۳۷۰۰ کسان نيول شوي دي. په تهران کې د اصلاح غوښتونکو له ډلې څخه محمود صديقي وويل چې دغه شميرې د استخباراتي ادارو او کورنيو چارو وزارت له خوا وړاندې شوي دي. تر اوسه په رسمي توگه د ۱۰۰۰ او ۱۸۰۰ کسانو د نيول کيدو خبره شوې وه.
پاکستان د مولوي صوفي محمد د آزادولو پريکړه کړې
په پام کې ده چې د پاکستان حکومت روانه اوونۍ له امريکا متحدو ایالاتو سره د اړيکو پر ترنگلتيا سربيره يو افراطي اسلامپال مشر آزاد کړي. دغه تن چې مولوي صوفي محمد نوميږي پر نورو سربيره پرې تور لگول کيږي چې د سپتمبر د ۱۱ نيټې تر بريدونو وروسته یې د کابو لسو زرو پاکستاني جنگيالو سره په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر ضد جگړه کړې وه. د خيبرپښتونخوا يوې محکمې د نوموړي د آزادولو پريکړه کړې ده.
شمالي کوريا په جنوبي کوريا کې د اولمپيک لوبو له پاره خپل هئيت ليږدوي
شمالي کوريا غواړي په فيبرورۍ میاشت کې د جنوبي کوريا په پيونگ یانگ کې ژمنيو اولمپيک لوبو ته خپل يو لوړ پوړې هئيت واستوي. دا خبر د جنوبي کوريا له خوا د شمالي کوريا له استازو سره په سرحدي سيمه پانميون کې د سولې تر گډې غونډې وروسته ورکړل شو. په دغه هئيت کې به لوبغاړي، د اولمپيک د ملي کميټې غړي، هرمندان، څارونکي او د تيکواندو يوه ډله او همدا راز ژورناليستان شامل وي.
په ايټاليا او آلمان کې د مافيايي ډلې پر ضد چاپې
په آلمان او ايټاليا کې د سترو چاپو پر وخت يو شمیر کسان د مافيا سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي. د انسا د خبري آژانس په حواله د دواړو هيوادونو په بيلا بیلو سيمو کې ۱۶۹ کسان ونيول شول. د رسنيو په حواله څيړنو ښووله وه چې يوې مافيايي ډلې د ايټاليا په اقتصاد او تر دغه هیواد بهر په بیلا بيلو شرکتونو کې د يوه «جنايي باند» له لارې دخالت کاوه. په دې تلاښيو کې د۵۰ ميليونه يورو په ارزښت توکي هم نيول شوي.
کويت له عراق سره د مرستې په موخه کنفرانس جوړوي
کويت غواړي په فيبرورۍ مياشت کې له عراق سره د مرستې په موخه يو کنفرانس جوړ کړي. د کويت د بهرنيو چارو مرستيال وزیر خالد الجارالله وويل چې دغه کنفرانس به په کويت ښار کې د نړيوال بانک او خصوصي شرکتونو په مرسته راوبلل شي. د عراق د حکومت يوه استازي ويلي دي چې هيواد یې «لږ تر لږه ۱۰۰ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.» الجارالله وويل: «په عراق کې د امنيت او ثبات تامين د کويت او د سيمې د ثبات په معنا دی.»
اردوغان د سوریې په کرد ميشته سيمو کې د پوځي ماموريت اعلان وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل محافظه پال گوند استازو ته د وينا پر مهال د سوریې په کرد میشته سيمو عفرين او منبج کې پر يوه پوځي ماموريت ټينگار وکړ. ده وويل:«اوس وخت رارسيدلی دی چې د بیلتون غوښتونکو ترهگریزو سازمانونو له خوا د سوریې د يوه ترهگريز دهلیز په توگه د کارولو پروژه له منځه يوړله شي.» اردوغان د کردستان کارگر گوند او د دې سوريايي څانگه «بیلتون غوښتونکې تروريستي ډلې» بولي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر په بروکسل کې له خپلو سيالانو سره خبري کوي
اروپايي ټولنې د ايران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظريف د پنجشنبې په ورځ د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ور بللې دی. د اروپايي ټولنې له خوا ويل شوي چې نوموړی به دغلته د خپل آلماني سيال زيگمار گابريل همدا راز د بريتانيا او فرانسې د بهرنيو چارو له وزیرانو سره په ليدنه کتنه کې د لويديځ او ايران ترمنځ د اتومي تړون په هلکه خبرې وکړي. په ايران کې د حکومت پر ضد د تازه مظاهرو په هلکه هم خبري په پلان کې دي.