لنډ خبرونه په متن او انځور کې
يونیسيف: په نړۍ کي ماشومان په شخړو کې هدف ګرځول کیږي
صندوق یونیسف په شخړایزو سیمو کې د ماشومانو پر ناخوال وضعیت اندیښنه ښودلې. د دغه سازمان د بیړنیو مرستو د پروګرام مشر په نیویارک کې وویل چې دوی په ټکان ورکونکي ډول د بریدونو هدف ګرځي. په ځانګړي توګه په عراق او سوريه کې د ماشومانو وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی. د تازه رپوټونو په حواله هلته له ماشومانو څخه د انساني ډال په توګه ناوړه استفاده کیږي او یا هم د برید کونکي له خوا هدف ګرځول کیږي.
د کابل په برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پلازمېنه کابل کې د پرله پسې چاودنو په لړ کې د تلفاتو شمیر ممکن ۴۰ تنو ته رسیدلی وي او ډیر شمیر نور ټپیان شوي دي. د برید هدف د کابل په لویدیځ شعیه میشته سیمه کې د «تبیان» په نوم یو کلتوري مرکز وو چیرې چې د پیښې د رامنځته کیدو پر مهال يوه غونډه وه. داعش ترهګرې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
په یمن کې د پوځي ائتلاف په بمبارۍ کې ۶۸ تنه وژل شوي
د فرانسې خبري آژانس د یمن له پلازمېنې سنعا څخه د ملګرو ملتونو سازمان په حواله رپوټ ورکړی دی چې په دغه هیواد کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په هوایې بمبارۍ کې ۶۸ تنه ملکیان وژل شوي دي. په یمن کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کونکي جیمي مک ـ ګولدریک ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د یمن په سویل لویدیځ کې د تائس او هدیاده په ولایتونو کې هدفونه په نښه شوي دي.
په ترکې کې د داعش ډیر شکمن غړي نیول شوي
د ۲۰۱۷ کال د نوي کال په شپه د ترکیې په استانبول کې پر راینا کلپ تر ترهګریز برید وروسته د رسنیو په حواله د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې ۳۸ تنه سخت دریځه له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په شک نیول شوي دي. په لومړي سر کې په دې اړه نور جزیات نه وو روښانه شوي. د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو په حواله په هغه وخت کې د بورسا ولایت ډیر کورونه هم پلټل شوي ول. ویل کیږي چې یو شمیر نیول شوي کسان سوریايان ول.
پوتین د سانکت پیترسبورګ چاودنه ترهګریز عمل بللی
ولادیمیر پوتن د دغه هیواد په مشهور ښار سانکت پیترسبورګ کې پر یوه سپوپرمارکیټ ترسره شوی برید ترهګریز عمل بللی دی. پوتین په مسکو کې وویل چې د FSB استخباراتي ادارې ته دنده سپارل شوې چې د دا ډول رهزنانو د نیولو په صورت کې دې د قانون مطابق چلن وکړي. پوتین زیاته کړې«خو زموږ د کارکونکو او افسرانو سر او ځان ته د خطر په صورت کې، باید پریکړنده عمل وشي. دوی باید زنداني نه بلکې په عاجل ډول له منځه یوړل شي.»