لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د انډونیزیا په بالي کې خطرناکه آتشفان بیا فعاله شوی
د انډونیزیا هیواد په تفریحي ټاپو بالي کې د اګونګ آتشفشان د اونیو راهیسې د الوتکو پروازونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د دې اتشفشان یا اورغورځونکي غر د لوخړو او بڅرکو له امله چې تر شاوخوا ۴۰۰ مترو پورې لوړ زي د الوتکو پروازونه او ناستې ځنډیږي. ډیري پروازونه لغوه شوي هم دي. شاوخوا ۲۰۰۰ سیلانیان له دغې پيښې څخه اغیزمن شوي دي چې ډیري یې آسترالیایې سیلانیان دي.
پاکستان د تحصن کونکو پر ضد له پوځ څخه کار اخیستی دی
په اسلام آباد کې د اونیو راهیسې د سړکونو بندولو تر خونړیو احتجاجونو وروسته د پاکستان حکومت اوس د اسلامستانو د ځپلو له پاره پوځ ګمارلی دی. تحصن کونکي د عدلیې وزير زاهد حمید د استعفا غوښتنه کوي. نوموړی د ختم نبوت اړوند د یوه پارلماني قانون پر تحریفولو تورن دی. د پاکستاني رسنیو په حواله د شنبې په ورځ د پولیس او مظاهره کونکو تر منځ د اخ و ډب په نتیجه کې شپږ ته وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
له خپل ګوندي مشرانو سره د میرکل سلا مشورې
د ائتلافي خبرو اترو تر ماتې وروسته د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په مشرۍ مسیحي دیموکرات ګوند نن د یکشنبې په ورځ د روان سیاسي وضعیت په اړه مشورې کوي. په دې غونډه کې به د آلمان د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره د سیاسي احزابو د مشرانو د پلان شوي خبرو اترو په هکله هم بحث وشي. ولسمشر شټاین مایر له ټولو دغو ګوندونو څخه د دویم ځلي خبرو اترو او یو ائتلافي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې.
په چين کې د يوې چاودنې په پایله کې دوه تنه مړه شوي
د چين په ختیځ بندري ښار ننګبو کې د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ډیر نور ټپیان شوي دي. ډیر شمیر ساختمانونه هغه وخت ونړیدل کله چې د پلازمېنې شنګهای په سویل ۱۰۰ کیلومترۍ پروت د ننګبو میلیوني صنعتي ښار یوې پياوړې چاودنې ولړزاوه . د احتیاطي تدابیرو د کموالي له امله په چين جمهوریت کې په تکراري ډول صنعتي پيښې رامنځته کیږي.
د لیبیا ساحل ته څیرمه تر ۵۰ ډیرو مهاجرو د ډوبیدو ویره
ویل کیږي چې په تیرو څو ورځو کې به تر ۵۰ ډير مهاجر په مدیترانې کې ډوب شوي وي. د «انسا» خبري آژآنس د لیبیا د سمندري ځواکونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د شنبې په ورځ د لیبیا ساحل ته څیرمه د ۳۱ انسانانو جسدونه مودل شوي دي. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یوه ویاند ویلي دي چې شاوخوا ۲۰ تنه مهاجر هغه وخت په اوبو کې ډوب شول چې د پنجشنبې په شپه د مهاجرو یوه بادي کیشتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.