لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د چين ولسمشر دويمه دوره پيلوي
د چين د کميونست گوند مرکزي کميټې رئيس جمهور شي جين پينگ، تر نورو پنځوو کالو د گوند د عمومي منشي او ولسمشر په توگه تائيد کړ. د ملي کانگرې پای ته تر رسيدو وورسته په پيکنگ کې د گوندي رهبر د ټاکنو له پاره رایه اچونه وشوه. ترغونډې وروسته شي د سياسي دفتر د دوامدارې کميټې اووه غړي معرفي کړل. د دې د مخه د شي ترڅنگ يوازې لومړی وزیر لي کيانگ پر خپل څوکۍ پاتې دي.
له آلمان څخه افغانستان ته ۱۴ رد شوي پناغوښتونکي اخراج شول
له آلمان څخه اخراج شوي ۱۴ تنه افغان مهاجر د چهار شنبې په سهار کابل ته رسيدلي دي. په برلين کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل چې په اخراج شويو کې ۱۱ مجرمان دي او نور درې هغه پنا غوښتونکي دي چې د خپل هويت د څرگندولو څخه يې ډډه کوله. دې وویل دغه مهاجر د وژنې، پر ماشومانو د جنسي تيري، وهلو ټکولو او درغليو په قضيو کې ښکيل ول. درې تنه چې نه غوښتل خپل هويت په ډاگه کړي له بايرن ايالت څخه وو.
د سعودي عربستان وليعهد د «معتدل اسلام» ژمنه وکړه
د سعودي عربستان وليعهد بن سلمان د ډيرو محافظه کارانه مذهبي اصولو څخه د خپل هيواد د ساتلو اعلان کړې دی. نوموړي په رياض کې اقتصادي فورم ته د وينا پر مهال وويل چې دی سعودي عربستان ته د يوه «معتدل اسلام لرونکي هیواد» په سترگه گوري. مذهبي افراطيانو ته په اشارې سره محمد بن سلمان وويل چې دی غواړي «تخريبي نظریې» له «منځه» يوسي. نوموړي وويل چې د سعودي عربستان وگړي د يوه نورمال هيواد غوښتونکي دي.
شتاين ماير له گورباچوف سره د آلمان او روسیې پر اړيکو خبرې وکړې
د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شتاين مایر، د پخواني شوروي اتحاد له وروستي ولسمشر ميخايل گورباچوف سره په ليدنه کې د آلمان او روسیې د اړيکو د ښه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې. شتاين ماير د دغه ليدنې کتنې وروسته وویل چې گورباچوف راته د هغه څه په باره کې چې ستونزمن دي د خبرو اترو مشوره راکړه. د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير په دې تيرو اووه کالو کې د آلمان لومړی رئيس جمهور دی چې روسیې ته سفرکوي.
بنگله ديش او میانمار د روهنگيا مهاجرو په اړه پر کوم ثابت پلان نه دي سلا شوي
بنگله ديش او ميانمار له راخين ايالت څخه د بې ځايه شويو روهنگيا مهاجرو د بيرته ستنولو پر سر سلا دي خو د مهاجرو د ستنولو د نيټې او پلان په اړه یې تر اوسه ثابت گامونه نه دي پورته کړي. د بنگله ديش دولتي خبري آژانس خبر ورکړې چې دواړه خواوې يوازې د نوامبر تر ۳۰ نيټې پورې د يوې گډې کاري ډلې په جوړولو سلا شوي دي. د بنگه ديش د کورنيو چارو وزیر د «امنيتي مسايلو» په اړه د خبرو اترو له پاره ميانمار ته تللی.
د اردوغان مخالفې سياستوالې د نوي گوند د جوړولو اعلان کړې
ترکۍ سياستوالې ميرال اکسينر د يوه نوي منځني ښی اړخه گوند د بنسټ ايښوولو اعلان وکړ. نوموړې په دې توگه غواړي د ۲۰۱۹ م کال په ولسمشریزه او پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مخالفه کانديده شي. دې په انقره کې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل چې په ترکيه کې ديموکراسي له «گواښ» سره مخ ده. دی وويل چې گوند به یې عدالت رامنځته کړي.