لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په غزني او پکتيا کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه
د پکتيا ولايت په مرکز گرديز کې د پوليسو د روزنې پر يوه مرکز بريد کې د روغتون د معلوماتو په حواله لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰ نور زيات ټپيان دي. د روغتون مشر وويل چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په غزني ولايت کې هم شا او خوا ۳۰۰ طالب جنگيالو پر اندړو ولسوالۍ يرغل کړی. په دې ترڅ کې د رسمي معلوماتو پر اساس ۱۳ تنه امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.
«دوه په دريمه برخه افغانې نجونې ښوونځي ته نه ځي»
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې کمښت راغلی دی. په دې برخه کې بیلا بیلې ستونزې په ګوته شوي دي، چې امنیتي وضعیت، بې وزلي او د ښځو ښوونکو نه شتوالی دی. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ کارپوهانو په ۱۳۲مخیز رپوټ کې ويلي دي چې هغه هڅې چې افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي، په تیرو کلونو کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.
د داعش ضد ائتلاف د رقه د نيولو ادعا کړې ده
د کردانو په مشرۍ ائتلاف ويلي چې د«اسلامي دولت» يا داعش پوخ سنگر رقه ښار یې له دغه جنگيالو آزاد کړې دی. د سوریې د ديموکراتيکو ځواکونو د وياند په حواله په رقه کې د دغه ځواکونو عمليات پای ته رسيدلي دي. هغه وويل چې اوس د داعش په وروستيو مقاومت کوونکو پسې لټه روانه ده. په داسې حال کې چې په دې تيرو ورځو کې د داعش سوريايي جنگيالي تسليم شوي ول، يو شمير بهرنيو جنگيالو لا هم د ښار په مرکز کې مقاومت کاوه.
کردي مليشې له سنجار څخه وتلي
د مرکزي حکومت سره د کړکيچ له کبله د عراق د شمال کردان له ډيرو سيمو څخه پر شا شوي دي. د کرد پوځ له خوا ويل شوي چې پيشمرگه جنگيالي د سنجار ښار څخه وتلي دي. دلته حکومتي پلوه شيعه مليشو پرمختګ کړی وو. کردي ځواکونو همدا راز د کرکوک ښار شمال لويديځ لوري ته د اوانا او باي حسن د تيلو دستگاوې هم پريښي دي. عيني شاهدانو ويلي دي چي يو شمير ايزيدي کورنۍ د کردانو د خپلواکمنې سيمې پر لور تښتيدلي دي.
په پرتگال د ځنگلونو د اور تلفات
په پورتگال کې د ځنگله د اور د قربانيانو درې ورځني رسمي وير پيل شوې. لومړي وزیر د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې. د رسمي شميرو پر اساس د ځنگله د اور له کبله لږ تر لږه ۳۶ انسانان وژل شوي دي. د هوا پيژندنې دولتي ادارې ویلي چې د ايبريا پر نيمه ټاپو د ځنگلونو د اور خطر د اورښتونو او هوا د سړيدو له کبله کم شوی دی. د هسپانيا په شمال لويديځ ایالت گاليسيا کې اور څلور تنه وژلي دي.