لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترمپ پر مسلمانانو د سفر د بندیز په خپله پریکړه ټينګ دی
امريکا متحده ایالاتو ته د ډيرو مسلمامانو پر سفر د بندیز پر ضد د مخ پر زياتيدونکي مقاومت سربيره هم ولسمشر دونالد ترمپ پر خپله پريکړه ثابت پاتې دی. نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي چې خبره د مذهب نه بلکې له ترهګرو څخه د امريکا د ساتنې ده. د امريکا په ګڼو ښارونو لکه نيويارک، بوستون او لاس اينجلس کې د يکشنې په ورځ يو وار بيا په زرونو کسانو د ترمپ د دغه فرمان پر ضد مظاهرې ترسره کړي.
پاکستان: له پنځوو تښتول شويو فعالانو څخه یې ۴ آزاد شوي دي
په پاکستان کې په جنورۍ مياشت کې د تښتول شويو پنځوو بلاګ ليکونکو او فعالانو څخه څلور تنه بیرته آزاد شوي دي. يو تن فعال ثمر عباس، اوس هم لادرکه دی. دې ټولو فعالانو د انترنت او يا د مجلو له لارې د سياسي موخو له پاره د ټولنې پر اسلامي کولو او د پاکستان پر بانفوذه پوځ نيوکې کولې. د بشري حقونو ټولنو اشاره کړې وه چې ښايي حکومتي کړۍ د دې فعالانو په لا درکه کيدو کې لاس ولري.
کاناډا: پر مسجد بريد ۶ تنه وژلي دي
د کاناډا په کېبک ایالت کې د ماښام د لمانځه پر مهال درې تنو وسله والو پر مسجد یرغل کړی او شپږ تنه یې وژلي دي. د پیښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي دي. د دغه مسجد د چارو مشر محمد یانگویي، په وینا د ماښام د لمانځمه پر مهال برید کوونکو په کیوبک کې پر اسلامي کلتوري مرکز یرغل کړی او د مسجد د نارینه وو په ساحه کې یې فیرونه کړ د کیوبک پولیسو خبر ورکړی دی چې په دغو ډزو کې اته کسان نور ټپیان شوي هم دي.
بينو آمون د فرانسې د سوسيالست ګوند د ولسمشرۍ نوماند وټاکل شو
د فرانسې سوسيالستانو د ګوند د چپې جناح څخه بينو آمون، د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د خپل کانديد په توګه انتخاب کړ. آمون د رای ګیرۍ په دويم پړاو کې د کابو ۵۹ سلنه رايو په اخيستو سره د پخواني لومړي وزیر مانويل فالز، څخه مخکې شو. فالز چې د ګوند په ښي اړخ پورې تړاو لري، تقريباً ۴۱ سلنه رای یې ترلاسه کړې. حکومتي ګوند په دې توګه د دولت د مشر فرانسوه اولاند، د اصلاحاتو د سياست سره پريکون څرګند کړی.
په رومانيا کې د حکومت د پلانونو پر ضد پراخې مظاهرې ترسره شوي
په رومانيا کې په لسونو زرو انسانانو د سوسيال ليبرال حکومت د هغو پلانونو پر ضد مظاهره کړې چې غواړي د فساد ضد قوانين نرم کړي. دا په رومانيا کې په تيرو شلو کالو کې تر ټولو ستره مظاهره وه. يوازې په بوخارست کې لږ تر لږه ۵۰ زره کسان سړکونو ته راوتلي ول. د لومړي وزیر سورن ګريندينو، حکومت د نورو سربيره غواړي چې د واک څخه ناوړه استعفاده بې له مجازاتو پاتې شي په هغه صورت کې چې زيان د ۵۰ زره يورو څخه کم وي.
اسرائيل: د مينو جوړولو د لانجمن قانون تصويب ځنډول شوی
د هغه لانجمن قانون تصويب ځنډول شوی چې له مخې به یې د فلسطنيانو پر شخصي ځمکو د زرونو اسرائيلي ناقلينو استوګنه قانوني شي. په پارلمان کې د نن، دوشنبې له پاره په نظر کې نيول شوې رای ګيري به د سه په ورځ ترسره شي. د دې کار علت د اپوزیسيون له خوا په دې اړه شوي اعتراضونه دي. د اسرائيلو لومړي وزیر ويلي چې له دې قانون سره د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د مينو د آبادولو چارې د تل له پاره تنظيم کړي.