لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د قبرص د بيرته يوځای کيدو په هلکه نوې خبرې اترې ترسره کيږي
د ملګرو ملتونو په مشرتابه د مديترانې د قبرص د تقسيم شوي ټاپو د بیرته يوځای کيدو په موخه د خبرو اترو نوی پړاو پيل شوی دی. په ژنيو کې د يونان او ترکیې د برخو سياسي مشران نيکوس اناستازیادس او مصطفی اقينچي، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اسپين بارت ايده سره وکتل. قبرص د يونان له خوا د يوې کودتا او د ترکیې د پوځي اشغال وروسته د ۱۹۷۴ م کال راهيسې په دوو برخو ويشل شوی دی.
د آلمان سوسيال ډيموکرات ګوند پر هغو هيوادونو د بندیزونو غوښتنه کوي چې رد شوي مهاجر نه مني
د آلمان د سوسيال ډيموکرات ګوند د جناح مشر توماس اوپرمن، پر هغو هيوادونو د بنديزونو د لګولو غوښتنه کړې چې خپل رد شوي پنا غوښتونکي بيرته نه قبلوي. نوموړي وويل چې د کورنيو چارو وزیر بايد پر هغو هيوادونو فشار واچوي چې د پنا غوښتونکو هويت پاڼې نه او يا ناوخته وړاندې کوي او په دې توګه د مهاجرو د بیرته ليږد پروسه اغیزمنه کوي. ده د بیرته ليږد د اړوند تړون په اړه د نوي سره د مذاکراتو د کولو غوښتنه هم وکړه.
اسد وايي د سوريې هر لویشت خاروه به «له ترهګرو» پاکه کړي
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د خپلو ځواکونو له خوا د حلب ښار تر نيولو وروسته د هرې لويشت خاورې د آزادولو هوډ کړی. نوموړي نن، دوشنبه د دريو فرانسوي رسنيو سره د خبرو پر وخت وويل چې دا د اساسي قانون د اصولو سره سم ماموريت دی چې په اړه يې بحث ته هيڅ اړتيا نه شته. اسد زياته کړه چې موږ د ترهګرو له ولکې څخه چې دوي ځان هره ډله بولي د هرې سيمې د آزادولو مجاز يو.
د ترکیې پارلمان د نوي اساسي قانون په اړه مشورې کوي
د ترکیې پارلمان نن د نوي اساسي قانون په اړه سلامشورې پيلوي چې دغه هيواد نظام پر رياستي نظام بدل کړي. په دغه نظام کې به لومړی وزیر موجود نه وي او ټول واک به د ولسمشر سره وي. انتقاد کونکي ويره لري چې ولسمشر رجب طيب اردوغان، غواړي په دې توګه خپل اختيارات ډير کړي. دا پارلماني مشورې به کابو دوه اوونۍ دوام وکړي. تر تصويب وروسته به د اساسي قانون نوی متن ولس ته د رای ګیرۍ له پاره وړاندې شي.
د آلمان صادرات بې ساري نوې کچې ته لوړ شوي
د ۲۰۱۶ م کال په نوامبر میاشت کې د آلمان صادرات يوې نوې لوړې کچې ته رسيدلي دي. د آلمان د احصايې فدرالي ادارې له خوا ويل شوي چې شرکتونو د ۱۰۸،۵ ميليارد يورو په ارزښت توکي صادر کړي دي. همدا راز په نوامبر میاشت کې د وارداتو کچه هم ډيره لوړه وه او ۸۵،۸ ميليارد يورو ته رسيدلې وه. په دې توګه د ۲۰۱۵م کال په پرتله د آلمان صادرات ۵،۶ سلنه لوړ شوي. په وارداتو کې هم د ۴،۵ سلنه لوړوالې راغلی.