لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترکيه: د ۲۹ پوليسو محاکمه پیل شوې
په استانبول کې د ۲۹ ترکي پوليسو محاکمه پیل شوي ده. پر دوی تور لګول شوی چې د جولايي میاشتې د کودتا پر وخت یې د ولسمشر د حفاظت په موخه ورکړل شوي هدايات نه دي منلي. زياتره تورن کسان د کودتا د هڅې له کبله د عمري بند سزا له ګواښ سره مخ دي. اردوغان د دې ناکامې کودتا پړه پر فتح الله ګولين وراچوي چې په امريکا کې په تبعيد کې ژوند کوي. خو دی دا تورونه ردوي. د کودتا د هڅې راهيسې کابو ۴۰ زره انسانان نيول شوي.
پاکستان: د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله ۳۹ تنه مړه شوي دي
په پاکستان کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله د مړو شمير ۳۹ ته لوړ شوی دی. د روغتيا د برخې چارواکو او پوليسو وويل چې د ۱۵۰ زيات کسان چې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله ناروغ شوي ول، کلينکونو وړل شوي دي. د ټوبه ټيک سنګ د روغتون يوه ډاکتر آصف سليمي وويل: «موږ ته ۱۰۵ ناروغان راوړل شوي ول چې ۲۳ یې مړه شول.» همدا راز د فيصل آباد روغتون چارواکو هم ويلي چې دوی ته د ور وړل شويو ۴۹ مريضانو څخه ۱۶ مړه شوي دي.
آلمان د حلب وګړو سره د ۱۵ ميليون يورو مرسته کوي
آلمان د سوریې د حلب ښار د روغتيا د برخې سره د ۱۵ ميليون يورو د مرستې ژمنه کړې. د آلمان د پراختيايي مرستو وزير ګیرد مولر، وويل: «تر هغه وروسته چې نړيوالې ټولنې په حلب کې د بمباريو او مرګونو تماشه وکړه، اوس بايد د حلب له پاره د بشري مرستو ستر ماموريت پر لار واچوي.» د وزارت د دې پیسو له لارې به د کابو زرو سوريايي ډاکترانو، نرسانو او ارواه پوهانو معاشونه ورکول کيږي.
د څار کامرې د برلين د بريد د فرانسې څخه اېتالیې ته تيښته تائیدوي
هغه اټکلونه چې د برلين تر بريد وروسته د عامل انيس عمري د تيښتې د لارې په اړه شوي ول، ښايي سم وي. دغه تونسی تر هغه يوه ورځ د مخه چې په مايلند کې ووژل شي، د ليون په ريل سټيشن کې ليدل شوی وو. يو شمير خبري آژانسونو د عدلي اورګانو په حواله ويلي چې د څار کامرو په ويديوګانو کې دغه احتمالي بريد ګر د دې فرانسوي ښار د ريل په تمځای کې ليدل کیږي. په ويديو کې سړی لیدلای شي چې دغه ۲۴ کلن بريد يوازې دی.
د روسۍ الوتکې تور بکس موندل شوی
په تور سمندرګي کې د روسیې د يوې مسافر وړونکې الوتکې تر سقوط دوه ورځې وروسته د الوتکې يو تور بکس موندل شوی دی. په مسکو کې د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې دغه آله د سمندر د سطحې لاندې د ۱۷ مترو په ژوروالي کې کشف شوې ده. پلټونکي به د تور بکس له لارې د پيښې د اصلي علت د موندلو هڅه وکړي. دغه الوتکه چې ۹۲ انسانان پکښې سپاره ول، د يکشنې په ورځ د سوچي څخه د سوریې پر لور د پرواز پر وخت راپريوتله.
د جاپان او امريکا ولسمشران د پرل هاربر د قربانيانو يادون کوي
د جاپان لومړی وزیر شيزو ابی او د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما،هوايي ته رسیدلي دي. دواړه مشران به د امريکا پر پوځي اډه پرل هاربر د خونړي بريد د ۷۵ کليزې په مناسبت د قربانيانو يادون وکړي. هونولولو ته د پرواز د مخه شيزو ابی، وويل چې د دغه جګړې وحشت هيڅکله هم بايد تکرار نه شي. جاپان د ۱۹۴۱م کال په دسمبر کې په هوايي کې د امريکا متحده ايالاتو د پاسيفيک پر جنګي بيړيو هوايي بريدونه ترسره کړل.
د کولمبيا الوتکه د تيلو د کمښت له کبله رالويدلې وه
د کولمبیا د هوايي چلند چارواکو تائيد کړې چې د لاميا د هوايي شرکت الوتکه د تيلو د کمښت له کبله راپريوتې وه. سربيره پر دې دا هم ويل شوي چې په دغه الوتکه تر اندازې زياته بار وه خو دې د حادثې په رامنځته کيدو کې پريکړنده رول نه دی لوبولی. د کولمبيا دغه الوتکه د نوامبر میاشتې په پاي کې د بوليويا څخه تر پرواز وروسته د کولمبيا د شمال لويديځ غرونو کې لويدلې وه. په دې پيښه کې ۷۱ انسانان وژل شوي ول.