لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کیري او لاوروف يو ځلي بیا د سوریې پر کړکیچ خبرې کړي
د امريکا متحده ايالاتو او روسيې د بهرنيو چارو وزیرانو يو ځلي بیا د تليفون له لارې د حلب د جګړه ځپلي ښار د وضعيت په اړه خبرې اتري کړي. خو د دې خبرو اترو په هلکه جزئیات نه دي په ډاګه شوي. د خليج د همکارۍ جرګه ګۍ هم په دې منځ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه غوښتنه کړې چې په حلب کې روز زياتي ته په کتو سره دې ژر تر ژره مداخله وکړي. په عين حال کې د سوریې پوځ هم په حلب کې پرمختګ ته دوام ورکړی.
په هنګري کې د اروپايي ټولنې د مهاجرو د سياست په هلکه ولسپوښتنه ترسره کیږي
په هنګري کې نن د اروپايي ټولنې د مهاجرو د سياست په اړه يوه ولسپوښتنه ترسره کيږي. ۸،۳ ميليونه د رای اچونې مستحق بايد پريکړه وکړي چې دغه هيواد د اروپايي ټولنې له خوا پر غړو هيوادونو د مهاجرو په ويش کې ونده واخلي نه که. د لومړي وزیر ښي اړخه محافظه پال حکومت پر غړو هيوادونو د مهاجرو د يو شان تقسيم پريکړه نه ده منلې. اټکل کيږي چې د اروپايي ټولنې د مهاجرو سياست ته به د هنګري د وګړو ځواب هم نه وي.
د اروپايي ټولنې څخه به د برېتانیې د وتلو پروسه د مارچ تر پایه پيل شي
د برېتانیا لومړۍ وزيره تیریسا می غواړي د ۲۰۱۷م کال د مارچ تر پای پورې له اروپايي ټولنې څخه د خپل هيواد د خارجيدو پروسه پيل کړي. نوموړې د بي بي سي خبري شبکې سره د خبرو پر وخت وويل چې تر هغې به د اروپايي ټولنې د تړونونو د ۵۰ مادې له مخې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو اعلاميه وړاندې کړل شي. د برېتانیې وګړو د روان ميلادي کال د جون پر ۲۳ نيټه د یوه ریفرنډم له لارې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو پريکړه کړې وه
آلمان یو وار بيا یونان ته د مهاجرو د بيرته ستنولو غوښتنه کړې
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ډيمیزير یو وار بيا په راتلونکي کې یونان ته د مهاجرو د بيرته ليږدولو پر خپله غوښتنه ټينګار وکړ. نوموړي وويل چې د دبلن مقررات بايد بيرته عملي کړل شي. ده زياته کړه اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې د «یونان د پناغوښتنې سسټم د ښه والي» په برخه کې ډير کار کړی. ډيميزير وويل چې په اکتوبر مياشت کې به په خپله بله غونډه کې یو وار بيا پر دې موضوع بحث وکړي.
د آلمان په دريسدن ښار کې د پوليسو موترې سوڅول شوي
د آلمان په دريسدن ښار کې نامعلومو کسانو درې پوليسي موټرې سوځلي دي. د ساکسن ايالت په دې مرکزي ښار کې دا مهال د اکتوبر پر دريمه نيټه د آلمان د ملي یووالي د ورځې په مناسبت ستر جشن تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې لمانځل کيږي. د پوليسو په حواله په دې پيښه کې چا ته زيان نه دی رسيدلی. پلټونکي په دې آند چې د اور اچونې پيښه د ملي يووالي د ورځې د مراسمو سره تړاو لري او تر شا یې د سياسي انګيزې اټکل کوي.
نيويارک ټايمز: ترمپ ۱۸ کاله ماليه نه ده ورکړې
د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې په حواله د امريکا متحده ايالاتو ولسمشرۍ څوکۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ترمپ ښايي ۱۸ کاله هيڅ ماليه نه وي ورکړي. ورځپاڼې دوی د رسيدلو اسنادو له مخې ويلي چې د ۱۹۹۵م کال له پاره د مالیې د تصفیې پر وخت نوموړي د ۹۱۶ ميليون دالرو د تاوان دعوا کړې وه. ورځپاڼې زياته کړې کيدای شي دې نوموړي ته اجازه ورکړي وي چې ۱۸ کاله د ماليې وړ عايداتو پر سرهيڅ ماليه ور نه کړي.