لنډ خبرونه په انځورونو کې
د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګتونکی اعلان شو
سږ کال د اقتصاد په برخه کي د نوبل جایزه بریتانوی اقتصادپوه انگوس دیتون، ته ورکول کیږي. دغه ۶۹ کلن نوموړې جایزه د مصارفو د تحلیل او تجزیې، فقر او سوسیاله دولت په اړه تحقیقاتو له کبله ترلاسه کړې ده. ده د نورو تر څنگ د پرمختیايی او روغتیايی اقتصاد دعواقبو په برخه کي څيړني کړې دي.
په سوریې کې د جنګي الوتکو د پرواز په اړه د هوایي شرکتونو اندیښنه
نړیوال فضايی او هوايی شرکتونو د یوې ورځپاڼي په حواله د سوريې په شخړه کي د روسی کروز توغندي لرونکو الوتکو د عملیاتو له کبله د خطر زنگ وهلی دی. المانۍ ورځپاڼي «دی ویلټ» رپوټ ورکړی دی چي د اروپا فضايي شرکت ایزا EASA د هغوهوايي شرکتونو له پاره اړین امنیتي معلومات خپاره کړي دي چي د کسپین، ایران او عراق له هوايی حریم څخه استفاده کوي.
الکساندر لوکاشینکو بیا د سپيني روسېې د جمهوري رياست ټاکنې وګټلې
د سپينې روسیې جمهور رييس الکساندر لوکاشینکو، بیا هم پر قدرت پاتې کیږي. دغه ۶۱ کلن چي پر سپينې روسيې باندي د ۱۹۹۴ کال راهیسي حکومت کوي د یکشنبې ورځی جمهوري رياست په ټاکنو کې د لمړنیو پایلو پر اساس ۸۸،۴۹ سلنه رايي گټلي دي. اپوزیسون د دې هیواد ټاکنې تحریم کړي ول.
د منځیني ختیځ د وضعې د لا خرابیدو له کبله خبرداری
د اروپايي ټولنی د بهرنیو چارو استازې فېدریک موگېریني، په منځني ختيځ کي د وضع د لا خرابیدو څخه خبرداری وکړی دی. هغې په خپل تویتر ټولنیزې پاڼه کي خبر ورکړی دی چي خپله دغه اندیښنه یې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نیتانیاهو او د فلسطین د خپلواکمنی ادارې له مشر محمود عباس سره د تلیفون له لاري شریکه کړې ده.
یواخیم گاوک جنوبي کوريا ته رسیدلی دی
د آلمان له جمهور ریيس یوآخیم گاوک، څخه په سویلي کوريا کي د جمهور رييسې پارک گیون هوی، له خوا د پوځي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وشو. گاوک د خپلي لیدني کتني پر مهال د شمالي کوریا د اټومي پروگرام په هکله د خبرو د بیرته پیلیدو غوښتنه وکړه.