لنډ خبرونه په انځور کې
په کولون کي د تر ۱۵۰۰۰ کردانو مظاهرې
کردان غواړي د شنبې په ورځ د آلمان د کولون په ښار کي په ترکيه کی د کردي سیاستوالو او رهبرانو د نیول کیدو پر ضد مظاره وکړي. د مظاهرې سازمان ورکونکي د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ کسانو د راتلو انتظار کوي. گمان کیږي چي په مظاهره کي به د منع سوي کردي سازمان PKK غړي هم برخه واخلي.
د ترکيې د جمهوریت اخبار مدیر مسوول د بندي کیدو امر ورکړل شو
د ترکيې د حکومت منتقد «جمهوریت» اخبار د مسوول مدیر تر نیول کیدو پنځه ورځي وروسته ترکي چارواکو د ترهگرۍ په تور د هغه پر ضد د بندیگرت امر صادر کړی دی. ترکي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی چي یوې محکمې د شنبې په ورځ د «جمهوریت» د مسوول مدیر «مرات سابونچو» او نورو اتو کارکونکو پرضد د بندیگرت دغه حکم صادر کړ.
آلماني چارواکي: د ترکانو د پناه ورکولو غوښتني ډیري سوي
آلماني چارواکي وايي چي ډیرو ترکانو سږ کال پناهندگي ورکړې ده. آلمانۍ ورځپاڼي «بیلډ» د جرمني د حکومت په حواله لیکلي دي چي د سږ کال د سپټمبر تر پای پوري آلماني ادارو ته تقریبأ ۴۰۰۰ عریضې رسیدلي دي. د همدغه رپوټ پر اساس دا د تیر ۲۰۱۵ م کال په نسبت تر دوه چنده هم ډیري دي. د هغه علت په ترکیه کي تر ناکامي کودتأ وروسته د نوي سیاسي حالت رامنځته کیدل او خصوصأ د جمهوررييس رجب طیب اردووان سیاست دی.
روحاني په ایران کي د مطبوعاتو د لا ډیري ازادۍ غوښتنه وکړه
د ایران جمهو ررييس حسن روحاني، په ایران کي د مطبوعاتو په برخه کي د ل اډیري آزادۍ او ژورنالسټانو د امنیت په خاطر د یوه نوي قانون د تصویبیدو غوښتنه وکړه. روحاني وايي چي حکومت اوس د مطبوعاتو د آزادۍ پر یوې نوې مسودې باندي کار کوي چي ډیر ژر به پارلمان ته د تصویب د پاره وړاندي سي.
د جنوبي کوریا د جمهور رييسې پر ضد په زرهاوو کسانو مظاهرې وکړې
د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کي په لسهاوو زرو کسانو په اداري فساد کي د ښکیل جمهور رييسې «پارک گیون هوی» پر ضد مظاهرې وکړې او د هغې د استعفأ غوښتنه یې وکړه. ویل کیږي چي د پارک د ژوند ملگري «چويي سون سیل» د هغې له مناسباتو څخه استفاده کړې ده، تر څود جنوبي کوریا ځیني شرکتونه، لکه سامسونگ دې ته تشوق کړي چي د ده یوه جوړ سوي بنسټ ته اعانه ورکړي او مرسته ورسره وکړي.
په چیلي کي د تقاعد د سیسټم پر ضد اعتراضونو پر وخت کشمکشونه
په چیلي کي په لس هاوو زرو انسانانو د تقاعد د سیسټم د خصوصي کیدو پر ضد مظاهرې وکړې. په پایتخت «سانتیاگو دَ چیلي» کي چیري چي د کورنیو چارو وزارت په حواله تقریبأ ۱۰۰۰۰ کسانو په اعتراضونو لاس پوري کړی وو، مظاهره کونکو بسانو ته اورونه واچول او ډیر سړکونه یې د اوراچونکو وسایلو په واسطه بند کړل. د وزارت په حواله په ټول هیواد کي ۵۸۰۰۰ انسانانو په مظاهرو او اعتراضونو کي برخه اخیستې وه.