لنډ خبرونه له انځورونو سره
ترکیه: کردي اپوزیسون گوند د پارلمان د تحریمولو فیصله وکړه
د خپل رهبر او ډیرو نورو وکیلانو د بندي کیدو پر ضد د احتجاج په ډول، د ترکیې کردي اپوزیسون گوند HDP د پارلمان د تحریمولو فیصله وکړه. د انقرې د پارلمان دغه دوهم لوی اپوزیسوني گوند خبر ورکړ، چي هغوی د اوس له پاره د پارلمان د ټولو کمیټو څخه خپل وکیلان راباسي خو په پارلمان کي به خپلي چوکۍ وساتي. HDP همدارنگه په ترکیه کي د یوې دیکتاتورۍ څخه خبرداری ورکړ.
زې هوفر پر ترمپ باندي د آلمان د نیوکو مخالف دی
د امريکا متحده ايالاتو د جمهوري رياست تر انتخاباتو دوې ورځي دمخه د بایرن د ایالت صدراعظم هورست زې هوفر، د جرمني څخه د امریکا د جمهوري غوښتونکو پر کاندید دونالد ترمپ باندي د انتقادونو څخه خبرداری ورکړ. زې هوفر آلمانۍ ورځپاڼي«بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي، چي که امریکايي ولس د آزادو انتخاباتو د لاري د یوه شخص د انتخاب دپاره تصمیم ونیسي، هغه به په جرمني او هم بایرن کي دیموکراټان ومني.
د سویلي کوریا د جمهور رييسې دوه پخواني کارکونکي نیول سوي
د جنوبي کوریا د جمهور رييسې پارک گیون هوی، د اداري فساد د قضیې د رسوايي په موضوع کي د هغې د پخواني نژدې ملگرې «چويي سون سیل» تر څنگ دوه نور پخواني نژدې کارکونکي هم نیول سوي دي. د جنوبي کوریاخبري آژانس «یون هیپ» رپوټ ورکړی دی چي د پارک پخوانی مشاور «آن یونگ بوم» د قدرت څخه د سؤ استفادې او تهدیدونو په تور نیول سوی دی.
چین غواړي د مرکزي او شرقي اروپا سره نژدې گډ کار وکړي
چین په مرکزي او شرقي اروپا کي د لا ډیرې پانگه اچونو او راکړي ورکړي هیله څرګنده کړې ده. د دغي سیمي د ۱۶ هيوادونو د صدراعظمانو سره د یوې لیدني کتني پر مهال صدراعظم «لي کي کیانگ» د دغو هیوادو سره د نژدې گډ خبره کړې ده. هغه د لیتوانیا په پایتخت ریگا کي وویل چي د مرکزي او شرقي اروپا سره نژدې گډ کار به نه یوازي د دغي سیمي د «سولي او ثبات» بلکه د هغې د پرمختگ او انکشاف سبب هم سي.
په بلغاریا کي د جمهوري رياست د انتخاباتو لومړی مرحله
په بلغاریا کي د یکشنبې په ورځ د جمهوري رياست د انتخاباتو لومړی مرحله پیل شوه. د څارونکو په حواله به د ۲۱ کاندیدانو په منځ کي د محافظه کاره صدراعظم «بیوکو بوریسوف» کاندیده «سیسکا څاچیوا» اکثریت رايي تر لاسه کړي. خو دا ممکنه ده چي دغه ۵۸ کلنه اکثریت رايي ونه گټي او دوهم واري انتخاباتو ته مجبوره سي. دغه انتخابات به بیا د نومبر میاشتي پر ۱۳ نیټه دایر سي.
اروپايي ټولني په ترکیه کي د دیموکراسي د شاته تگ خبره کړې
د اروپايي ټولني کمیسارۍ د ترکیې د غړیتوب د شرایطو د پوره کولو په خپل یوه نوي رپوټ کي د تر اوسه پوري په اصطلاح تر ټولو خرابه پارچه ورکړې ده. آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر الگماین» د دغه رپوټ په حواله چي د چهارشنبې په ورځ نشر سو لیکلي دي چي د رسنیو د آزادۍ په برخه کي په وروستیو کلونو کي په ترکیه سخت شاته تگ رامنځته سوی دی.