لنډ خبرونه له انځورونو سره
د برکس سازمان غړو هیوادونو په هند کې غونډه وکړه
د بریکس سازمان غړو هیوادونو د یکشنبې په ورځ د هندوستان په ګوا ښار کې کلنۍ ناسته وکړه. روسیه، برازیل، هندوستان، چین او جنوبي افریقا د دې سازمان غړیتوب لري. د هند لومړي وزیر نرندرا موډي د کنفرانس په ترڅ کې په خپلو خبرو کې وویل چې د بریکس سازمان د نړۍ د پرمختګ او بدلون د اجندا په جوړونه کې ډیر مهم رول لوبولی دی. په دغه ناسته کې د نړۍ د اقتصادي ودې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع هم بحثونه وشول.
د عراق پر موصل ښار د براخو عملیاتو پلان
د عراق پوځي الوتکو د موصل اوسیدونکو ته تبلیغاتي پاڼې پاشلي دي. په دې تبلیغاتي پاڼو کې د عراق په شمال کې خلکو ته د داعش ډلې پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو په هکله خبر ورکړل شوی دی او له خلکو غوښتل شوي چې د خپل ځان امنیت ساتلو ته زمینه برابره کړي. د غربي څارونکو د سرچینو په حواله، په پلان کې ده چې د عراق پوځ به له دې سیمې څخه د داعش ډلې د څلورنیم زرو جنګیالیو د ایستلو په موخه دغه عملیات په لاره واچوي.
په ترکیې کې یوې چاودنې درې پولیس وژلي دي
د یکشنبې په ورځ د ترکیې په غازي انتیپ ښار کې یوې چاودنې درې پولیس وژلي او لږ تر لږه اته تنه نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه د یکشنبې په ورځ ښايي د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا رامنځ ته شوې وي. دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې پولیسو د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر یوې احتمالي اډې باندې برید کړی وو.
په فلپین کې طوفان سخت زیانونه اړولي دي
په فلپین کې د زاریکا په نامه د یو شدید طوفان له امله زرګونه خلک نورو خوندي سیمو ته انتقال شوي دي. دغه شدید طوفان د دې هیواد په درې جزیرو کې ګڼ شمیر مالي زیانونه اړولي او د بریښنا مزي یې پرې کړي دي. د ځايي چارواکو په حواله د دغې طوفان له رسیدو مخکې شاوخوا ۱۲ زره او ۵ سوه کسانو خپل کورونه پریښې او له سیمې څخه تښتیدلي دي.
امریکا او روسیه د سوریې په اړه خبرې جاري ساتي
په لوزان کې د سوریې د سولې له خبرو وروسته چې تر ډیره له ناکامۍ سره مخ شوې، روسیې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د منځلاور ډلو او د فتح الشام ډلې چې پخوا د النصره جبهه یادیدله، ترمنځ باید یو واضح کرښه وایستل شي. د روسیې د سرچینو په حواله له دغو ډلو یوازې فاصله نیول، بشري مرستو ته لارې خلاصولی شي.
د البکر په اړه څیړنې روانې دي
د شکمن ترهګر جبار البکر، تر ځان وژنې وروسته، څیړونکي اوس هم له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د هغه د اړیکې په اړه څیړنې کوي. د څارنوالۍ یوې ویاندې د فرانګفورتر الګیماینه څایتونګ ورځپاڼې ته ویلي دي چې لا تر اوسه پورې داسې مهم قضایي شواهد نه دي تر لاسه شوي چې البکر له اسلامي دولت سره رابطه لرله.