لنډ خبرونه له انځور سره
د پوتین او ترمپ تر منځ دوه په دوه خبري
په هلسنگي کي د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ د انتظاره ډکه سرمشریزه شروع سوه. هلته دواړه جمهور رييسان، ولاد یمیر پوتین او دونالد ترمپ دوه په دوه خبري سره کوي. ترمپ د یوه لنډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د دغه ملاقات په هکله وویل چي دوی به د نورو ترڅنگ د نظامي او تجارتي مسایلو په باب خبري سره وکړي.
په آلمان کې تونس ته د بن لادن د پځواني ساتونکي د اخراج په اړه بحثونه
په جرمني کي پر دې باندي اوس هم تاوده بحثونه روان دي چي ایا تونس ته د بن لادن د پخواني شکمن محافظ اخراج یو قانوني عمل وو او که نه. د گیلزن کیرشن ښار ادري محکمې غوښتنه کړې ده چي دغه خطرناکه درجه بندي سوی کس باید بیرته جرمني ته راوستل سي ځکه چي په تونس کي یې د شکنجه کیدلو خطر موجود دی. دغي محکمې د تیري پنجشنبې په ورځ حکم صادر کړی وو چي سمیع الف. باید د اوس دپاره اخراج نه سي.
په سیسلیا کي ژغورل سوو مهاجرو وچی ته د ننوتو اجازه تر لاسه کړه
هغه ۴۵۰ مهاجرين، چي د تیري جمعې په ورځ لا په مدیترانه کي د ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل سوي وه، اوس د سیسلیا د بندر څخه وچي ته ورداخل سوي دي. د ایټالیا حکومت دغو مهاجرو ته تر هغه وروسته وچي ته د ورننوتو اجازه ورکړه چي د اروپايي ټولني پنځو غړو هيوادونو له هغې جملې څخه جرمني تیاري ښکاره کړه چي هغوی به په خپلو منځونو کي سره تقسیموی.
په مالي کي د الماني پوځ د اکتشافي الوتکو ماموریت ختم سو
آلماني پوځ نن د مالي څخه وروستۍ اکتشافي څرخي الوتکه راباسي چې ځای به یې د کاناډا اکتشافي الوتکي ونیسي. د جرمني د دفاع وزیرې اورزولا فون دیرلاین، د فونکه په نامه د رسنیو گروپ ته ویلي دي چي پر دغه خبره باندي د ملگرو ملتونو سره توافق رامنځته سوی دی. خو آلماني پوځ به په مالي کي بیا هم پاته وي. اروپایان د مالي هیواد د ماموریت ملاتړ په پراختیايي مرستو او ډیپلوسي کوي.
فرانسویانو د فټبال د نړیوالي اتلولۍ کامیابي ولمانځله
په روسيه کي د فټبال په نړیوالې اتلولۍ کي د فرانسې تر کامیابۍ وروسته په پاریس او نورو فرانسوي ښارونو کي په ملیونونو انسانان سړکونو ته راووتل او خپل احساسات ښکاره کړه. د کروشیا په پایتخت زاگریب کي هم مینه والو د خپل هیواد د ټیم له خوا د دویم مقام د خپلو له کبله سړکونو ته راووتل او هغه یې تجلیل کړه. خو بیا په فرانسه کي د سوله ایزي لمانځني ترڅنگ سخت کشمکشونه او اخوډبونه هم رامنځته سول.
G7 هیوادونه: روسیه باید د MH17 الوتکې د ویشتل کیدو پیښه توضیح کړي
د اوکراین پرفضأ باندي د مالیزیا د هوايي شرکت د MH17 الوتکې تر ویشتلو څلور کاله وروسته د G7 هیوادونو بیا د روسیې د حکومت څخه غوښتي دي چي په دغه حادثه کي خپل رول توضیح او په اصطلاح حساب تصفیه کړي. د هيوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کي راغلي دي چي روسیه باید د دې سره مرسته وکړي چي حقیقت پیدا شي او د عدالت غم وخوړل سي.