لنډ خبرونه له انځور سره
یونیسف: په کمپونوکي د میانمار د مهاجرو ماشومانو وضعیت خراب دی
ملگرو ملتونو په بنگله دیش کي د سل هاوو زرو روهنگیا مسلمانانو د کوچنیانو سره د عاجلو او هراړخیزو مرستو غوښتنه کړې ده. د ملگرو ملتونو د کوچنیانو ادارې یا یونیسف په ژنیو کي ویلي دي چي په کمپونو کي نجوني او هلکان په عاجل ډول سره خوړو، پاکو اوبو، واکسینونو، دارو درمل او رواني پالني ته اړتیا لري. هلته ډیری ماشومان د سختي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
بوش او اوبا پر ولسمشر ترمپ باندي نیوکې کړې دي
دوو پخوانیو امریکایي ولسمشرانو په ښکاره ډول سره د اوسني ولسمشر دونالد ترمپ پر سیاسي تگلاري باندي انتقاد وکړ. بې له دې چي د ترمپ نوم یاد سي پخواني جمهوررييس جورج بوش په سیاست کي د زورگويي او سخت دریځي پرضد خبره وکړه. بارک اوباما بیا په نیورجرسي کي د یوې انتخاباتي مبارزې پر مهال په سیاست کی د بیري او تفرقې د سیاست پر ضد د عمل غوښتنه وکړه.
د پاکستاني طالبانو د یوې ډلي مشر د بې پیلوټه الوتکي په برید کي وژل سوی
د پاکستاني طالبانو د جمعیت الاحرار رهبر د پاکستاني امنیتي منابعو په حواله په یوه امریکايي هوايي برید کي وژل سوی دی. جمعیت الاحرار ته د طالبانو دیوې ډیري ظالمي او فعالي ډلي په سترگه کتل کیږي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یو تن او نظامي کړیو یوې منبع د آلمان خبري آژانس ته ویلي چي عمر خالد خراساني، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پکتیا په ولایت کي د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په حمله کي وژل سوی دی.
اروپايي ټولنه د بریکزیت دویمي مرحلې ته چمتوالی نیسي
اروپايي ټولنه تر بریکزیت وروسته له بریتانیا سره د راتلونکو مناسباتو په هکله خبرو ته تیاری نیسي. د اروپايي ټولني د شورأ رییس دونالد توسک، په بروکسل کي وویل چي د اروپايي ټولني سرمشریزي د دویمي مرحلې له پاره د داخلي ترتیباتو د نیولو فیصله وکړه. خو په دې هکله تصمیم به په دسمبر کي په راتلونکي سرمشریزه کي ونیول سي.
په مالتا کې په سلهاو ژورنالستانو مظاهره وکړه
د مالتا د بربنډونکې ژورنالستې دافان کارووانا گالیڅیا، تر وژل کیدو درې ورځي وروسته په سلونو ژورنالسټانو په والیسیا کي د پارلمان په مخکي مظاهرې وکړې. هغوی په لاسونو کي شعارونه او د ورځپاڼو عنوانونه نیولي وه. د پارلمان څخه هغوی د مالټا د عدلیې وزارت ته ولاړل. وزارت ته هغوی یوه عریضه وسپارله چي د قتل د قضیې د تحقیقاتو په جریان کي د دغي ژورنالسټي د منابعو او اسنادو د ساتلو غوښتنه سوې وه.