لنډ خبرونه له انځور سره
روسیه غواړي چې د ختیځه اروپا پر پوله د پوځونو شمیر لوړ کړي
روسیه، په ختیځه اروپا کې د ناټو د پیاوړي حضور ته په غبرگون کې غواړي چې د خپلې د لویدیځې او سویلي پولو په اوږدو کې درې نوې فرقې ځای پر ځای کړي. د روسیې خبري آژانسونو د دغه هیواد د دفاع وزیر سیرگي شویگو له قوله لیکلي دي چې د دفاع وزارت پر یو شمیر اقداماتو باندې لاس پورې کړی دی چې د روسیې پولې ته څیرمه د ناټو ځواکونو د پیاوړتیا پر وړاندې مقابله وکړی شي.
د قدرت پر سر جگړه: داود اوغلو د استعفی په هکله غوري کوي
د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو، د رسنیو د رپوټونو له مخې د خپلې استعفی په هکله غور کوي. د دې دلیل د هغه او د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر منځ د قدرت پر مبارزه ښوول شوې ده. د «حریت» او «جمهوریت» په نوم د ترکي ورځپاڼو د رپوټ له مخې داود اوغلو ویلي دي چې لا تر اوسه یې په دې هکله کومه پریکړه نه ده کړې.
د سوریې د خبرو اترو د بیرته پیلولو له پاره نوې هڅه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د سوریې د سولې خبرو اترو د بیا پیلیدو له پاره یوه نوې هڅه کوي. په دې ترڅ کې په پام کې ده چې نن برلین ته د سوریې اپوزیسیون همغږی کوونکی ریاض حجاب، د ملگرو ملتونو ځانگړی استازي ستیفن دیمیستورا او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک آیرو راورسیږي. د خبرو اترو اصلي موضوع دا ده چې کوم شرایط باید پوره کړی شي، څو په ژنیو کې خبرې اترې بیرته ادامه ومومي.
بروکسل غواړي چې مهاجر په ښه ډول په اروپایي اتحادیه کې وویشل شي
د مهاجرو کړکیچ ته د ځواب ویلو په موخه د اروپایي اتحادیې کمیسیون غواړي د پناه غوښتنې په سیستم کې بدلون راولي. هغه هیوادونه چې پکښې ډیر خلک د پناه په لټه کې دي، باید په اقتصادي توگه یې بار کم کړی شي. هغه هیوادونه چې نه غواړي د مهاجرو په ویشلو کې برخه واخلي، باید د هر مهاجر پر سر ۲۵۰ زرو یورو ورکړي. په دغه ویش کې د یوه هیواد ونډه د هغه د لویوالي او اقتصادي پیاوړتیا پورې اړه لري.
ترمپ په اندیانا ایالت کې مقدماتي ټاکنې گټلې دي
د امریکا د جمهوري ریاست له پاره د کاندیدانو په گوندي سیالیو کې د جمهوري غوښتونکو له ډلې څخه دونلد ترمپ ته ښایي لاره پرانیستل شوي وي. ترمپ په څرگند ډول په اندیانا ایالت کې له خپلو سیالانو تید کروز او جان کیسش څخه مقدماتي ټاکنې گټلې دي. د ترمپ سر سخت سیال کروز د خپل انتخاباتي کمپاین د ختمولو اعلان کړی دی. کروز ویلي دي چې د کاندیداتورۍ د گټلو له پاره بله کومه لاره نه ویني.
په کانگو کې یوې یاغي ډلې ۱۶ کسان وژلي دي
د اوگاندا یوه یاغي گروپ د بشري حقونو د فعالانو په وینا د کانگو جمهوریت په ختیځ کې په یوه کلي لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي. د (Cepadho) په نوم د بشري حقونو یوه مرکز ویلي دي چې پنځه ښځې، څلور ماشومان او اووه سړي په چړو او تبرونو وژل شوي دي. د کانگو په شمال کې ډیر شمیر د یاغیانو ډلې او ملیشې فعالیت کوي. زیاتره وخت په سیمو کې د ځمکو لاندو زیرمو لکه سره زرو او کوبالت د استخراجولو د کنترول موضوع مطرح وي.