قطر او چین د اوبلن ګاز یو اوږدمهاله تړون امضا کړ
۱۴۰۱ آذر ۱, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي د تیلو تولیدونکي کمپنۍ، قطر-انرژي خبر ورکړ، هغوی به د سینوپیک چینايي کمپنۍ ته د ۲۷ کالو په جریان کي مجموعأ ۱۰۸ ميلیونه ټنه طبیعي- اوبلن ګاز ولیږي. د قطر د انرژۍ وزیر، سعید شریده الکعبي د قرارداد د امضا کیدو پر وخت پرون دوشنبه په دوحه کي وویل، دا د دغه هیواد په تاریخ کي د اوبلن ګاز لیږلو تر ټولو اوږد مهاله تړون دی.
دواړو شرکتونو د ۲۰۲۱م کال په مارچ کي هم د ګازو د لیږلو یو تړون امضا کړی ؤ، چي تر لسو کالو ډیر ادامه پیداکوي. تر روسیې او ایران وروسته قطر په دنیا کي د ګازو دریم لوی صادرونکی هیواد دی.