1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاهره: په کلیسا کې اورلګېدنه شوې ۴۱ کسان مړه دي

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

د مصر پلازمېنه قاهره کې د قبطي اورتودوکس په یوه کلیسا کې د يکشنبې په ورځ اورلګېدنې رامنځ ته شوې ده چې د رپوټونو پر اساس، لږ تر لږه ۴۱ کسان په کې مړه شوي دي. دوو امنيتي سرچينو ويلي دي چې پيښه کې ۴۵ کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4FW7i
Ägypten Giza | Feuer in Kirche
انځور: Khaled Desouki/AFP

د فرانسې خبري آژانس له قاهرې څخه د چارواکو له قوله ليکي چې په ابو صفین کلیسا کې اورلګېدنه د نامعلومو دلایلو له مخې پيل شوه. دغه کلیسا د پلازمېنې شمال لويديځ لور ته په ايمبابا سېمه کې واقع ده. ځينو رسنیو ويلي دي که څه هم د پيښې لامل لا روښانه نه ده، خو پولیس وايي کېدای شي اورلګېدنه په کلیسا کې د بریښنا له مزو څخه پیدا شوي وي.

د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السيسي پر خپلې فیسبوک پاڼه داسې لیکلي دي: «ما ټول دولتي خدمات بسیج کړي تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې ټول لازم اقدامات ترسره کیږي.» تر دې وروسته د اطفائيې برخې وويل چې اورلګېدنه له کنټروله وتلې ده.
اسوشتید پریس د عينی شاهدانو له قوله وايي چې يو شمیر کسان چې په کلیسا کې بند پاتې وو د کلیسا درېم او څلورم پوړ ته پورته شوي ول او په زینه باندې ېې رش جوړ کړی وو چې راکوز شي.
د ماهر مراد په نوم یو کس دغه آژانس ته وويل چې هغه تر عبادت وروسته خپله خور په کلیسا کې پريښوده. هغه وويل: «څنګه چې زه له کلیسا یوازې ۱۰ متره لرې ولاړم، ما د چغو غږ واوريد او غلیظ لوږی مې ولید.» هغه وويل وروسته له هغې چې اطفائېې اور مړ کړ، ما مې د خور جسد وپيژاند. جسدونه ټول ايره شوي دي چې اکثره ېې ماشومان دي، چې د کلیسا د وړکتون په کوټه کې ول.»  

قبطيان په منځني ختيځ کې د مسیحيانو تر ټولو لويه ټولنه ده. د مصر د ۱۰۳ میلیون نفوس څخه لږ تر لږه ۱۰ ميلیونه ېې قبطيان تشکیلوي. په مصر کې دغې مذهبي لږکۍ تر دې مخکې بریدونه هم زغملي او له تبعيضي مواردو څخه ېې شکایتونه هم درولودلی دی.

مصر په شمالي افریقا کې تر ټولو ډير نفوس لرونکی عربي هیواد دی چې اکثریت اوسیدونکي ېې مسلمان دي.