فیسبوک په سلګونو غلط اکاونټونه بند کړي دي
۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبهد فیسبوک شرکت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې ۲۱مه نېټه) اعلان وکړ چې د ایران او روسیې پورې مربوط په سلګونو د ټولنیزو شبکو حسابونه یې بند کړي دي. د فیسبوک په وینا دغې ټولنیزې شبکې په مجموع کې ۶۵۲ هغه اکاونټونه بند کړي دي چې په امریکا متحده ایالاتو، لاتينه امریکا، بریتانیا، او منځني ختیځ کې یې د دغې ټولنیزې شبکې کاروونکي په نخښه کول.
د ټولنیزو شبکو دغو حسابونو او پاڼو به د «کاروونکو د بی لارې کولو له پاره له ورته تکتيک» څخه استفاده کوله.
د فیسبوک په توضیحاتو کې همدارنګه راغلي دي چې بند کړای شوي حسابونه همدارنګه د همغږو، خو بی اعتباره او زیان رسونکو فعالیتونو او د امریکا د کنګرې پر راتلونکو ټاکنو د اغیزې اچونې، په دلیل له ټولنیزو شبکو څخه حذف کړای شوي دي.
د ټولنیزو شبکو د دغو حسابونو بندیدل د «فاير آی» په نوم د سائبري امنیت شرکت د اطلاعاتو پر بنسټ صورت نیولی دی.
د فیسبوک ټولنیزې شبکې بنسټ ایښودونکي او مشر مارک زکربرګ، ویلي دي چې د فیسبوک شرکت له پاره مهمه ده چې په عین وخت کې له حکومتونو سره د اطلاعاتو د تبادلې له پاره دغه شرکت د مشکوک او درواغجنو حسابونو پر وړاندې د مقابلې د همکارۍ په برخه کې خپل ابزار ولري.
زکربرګ، ټینګار وکړ چې په دواړو اړخونو کې ښه اقدامات ترسره شوي دي. هم فیسبوک او هم تویتر د بند کړای شویو حسابونو نومونه نه دي ذکر کړي. د ایران یو شمیر لوړپوړي چارواکي په تویتر کې رسمي حسابونه لري او په دې شبکه کې فعاله دي. د ایراني مسئولينو حسابونه په دغو حذف کړای شویو سایټونو کې شتون نه لري.